ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د درې کيلومترو سړک د قير کولو کار پيل شو

22 Nov 2011 - 17:56
22 Nov 2011 - 17:56

کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د کابل ښار د رحمان مېنې په سيمه کې د درې کيلومترو سړک د قير کولو او جوړونې کار نن پيل شو.

دغه سړک چې لس نيم متره سور لري، د کابل ښار د رحمان مېنې د E د برخې په بېلابېلو سيمو کې جوړېږي، چې د ښاروالۍ له بوديجې څخه تمويلېږي.

کابل ښاروال انجنير محمد يونس نواندېش د دغه سړک د کار د پرانېستې پر مهال وويل، چې دغه پروژه يو افغان خصوصي شرکت ته ورکړل شوې او کار به يې د هوا د ښه والي په صورت کې تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې بشپړ شي.

نوموړي زياته کړه، چې پر دغې پروژې ٦٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروال مخکې ژمنه کړې وه، چې د روان لمريز کال تر پايه به په کابل ښار کې ١٢٠ کيلو متره سړک قير شي.

نواندېش ويلي و، چې د کابل ښاروالۍ له خوا د ٤٠ کيلومترو سړک د قير کولو ترڅنګ، ٣٠ کيلو متره سړک د کابل د نوښت د پروګرام له لارې او نږدې ٥٠ کيلومتره نور به د جاپان د جايکا د موسسې او د ترکيې د تيکا موسسې له خوا قير شي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version