محمود راقي (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د کاپيسا ولايت په کوه بند ولسوالۍ کې د هيلوټرست د ماين پاکۍ د موسسې پر دفتر د بي ام يو د يوې مرمۍ د لګېدلو له امله،د دغې موسسې يو کارکوونکى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د کوه بند ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد انور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرمۍ نن (د ليندۍ دويمه) سهار د ولسوالۍ د عطاخان په سيمه کې د ماين پاکۍ د موسسې پر دفتر ولګېده.
د نوموړي په وينا، دغه مرمۍ د وسلوالو مخالفينو له خوا د ماين پاکولو د موسسې پر دفتر توغول شوې او په دې اړه پلټڼې پيل شوې دي.
سرچينې زياته کړه، چې د دغې مرمۍ د لګېدلو له امله، د دغې موسسې يو کارکوونکى وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د عطاخان د سيمې يوه قومي مشر معلم سرور پژواک ته وويل: ((سهار و چې د يوې چاودنې غږ مې واورېد.))
د نوموړي په وينا، دغه مرمۍ د ماين پاکۍ د موسسې پر دفتر لګېدلې؛ خو نه پوهېږي، چې په پېښه کې څو تنه مړه او ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدپژواک ته وويل،چې هغوى دکوه بند پر ولسوالۍ توغندويي بريد کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ولسوالۍ ودانۍ ته زيان رسېدلى؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.
د يادونې ده، چې د هيلوټرست د ماين پاکۍ موسسې له شپږو مياشتو راهيسې خپل دفتر د کاپيسا ولايت په کوه بند ولسوالۍ کې پرانېستى دى او دا لومړى ځل و، چې تر توغندويي بريد لاندې راغى.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن