ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور غله ونيول شول

23 Nov 2011 - 11:55
23 Nov 2011 - 11:55

ښرنه (پژواک  ٢ ليندۍ  ٩٠): د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې د غلو يوه څلورکسيزه ډله د غلاپر مهال ونيول شوه.

د ښرنې ښار د لومړۍ حوزې امر محمدصديق د ليندۍ په ۲مه پژواک ته وويل، چې د غلو دغه څلور کسيزه ډله يې د ښار د څوکيدار په مرسته نيولې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو غلو له ډلې دوه تنه د شپې مهال د ښرنې ښار صرافيو ته څېرمه ونيول شول او دوه  نور نن (د ليندۍ دويمه) سهار وخته په زمزم صرافۍ کې دننه، چې د غلا لپاره ننوتلي وو، ونيول شول.

د هغه په خبره، دغو څلور تنو لومړى د زمزم په نوم صرافۍ د دروازې قلفونه مات کړي، دوه يې دننه شوي او دوو نورو د صرافۍ دروازې ته خپل قلفونه اچولي وو.

نوموړي زياته کړه، چې دوه تنه د څارنې په موخه د باندې ولاړ وو.

د يادې حوزې امر دا هم وويل، چې نيول شوي غله د پوښتنو لپاره امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.

د اړوند ساحې د دوکانونو ساتونکي محمد امين پژواک ته وويل، چې دوه تنه د شپې او دوه نور، چې په دوکان کې بند پاتې وو، د دوکاندارانو په مرسته ونيول شول او بيا پوليسو ته وسپارل شول.

هغه زياته کړه، چې له يادو غلو سره وسله نه وه.

د زمزم صرافۍ څښتن لعل خان پژواک ته وويل، چې يادو غلو د ده د صرافۍ قلفونه مات کړي او خپل قلفونه يې ورته اچولي دي.

ده هم زياته کړه، چې له نيول شوو غلو دوه يې د شپې څوکيدار او دوه نور سهار د دوکان د خلاصېدو پر مهال لاس په لاس ونيول شول او صرافۍ ته يې هېڅ کوم زيان نه دى اوښتى.

د پوليسو يوې بلې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک  ته وويل، چې نيول شوي څلور واړه غله د تخار ولايت اوسېدونکي دي او يو هغه تن هم په کې دى، چې درې کاله وړاندې  يې په  ښرنه کې د پوليس دنده ترسره کوله.

د پکتيکا د امنيه قومندانۍ د امنيت سرپرست  ډګروال مياورخان د دې خبرې د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل، چې له دغو کسانو پوښتنې پيل شوې او له بشپړو څېړنو وروسته به يې څارنوالۍ ته وسپاري.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version