ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږو وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړل شو

25 Nov 2011 - 14:30
25 Nov 2011 - 14:30

کابل ( پژواک ٤ ليندۍ ٩٠ ) :دکورنيو چارو وزارت او د اروزګان ولايت پوليسو په بېلابېلو عملياتوکې د شپږو وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړ.

د کورنيو چارو وزارت لخوا دليندۍ په ٤مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لوګر او خوست ولايتونو کې څلور  وسلوال مخالفين نيولي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې په دې عملياتو کې يو ميل راکټ، درې ميله کلاشينکوفونه، ١٣٣ پايې ايکم مخابرې، ١٢٥ ماينونه او ٣٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم لاسته راوړي دي.

بلخوا د اروزګان ولايت امنيه قومانداني وايي چې پوليسو تېره ورځ د چورې ولسوالۍ په سراب سيمه کې دوه وسلوال مخالفين نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک ته وويل چې له دې مخالفينوڅخه ٢٠ ماينونه، ٣٠ ريموټونه او ٢٠٠ متره لين هم ترلاسه شوى دى .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version