محمودراقي، اسعداباد (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): په کاپيسا او کونړ ولايتونو کې د ملي اردو د دوو سرتېرو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ملي اردو څلور نور سرتېري وسله والو طالبانو ژوندي نيولي دي.
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخوندزاده نن (د ليندۍ ٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماښام وسله والو طالبانو د تګاب اړوند د کورغل په سيمه کې د ملي اردو يو سرتېرى د سپرلۍ له موټر څخه کوز کړ او سر يې ترې غوڅ کړ.
د هغه په وينا، د سر پرې شوي په مړي يې پر يوه کاغذ ليکلي وو، چې څوک له دولت سره کار کوي او له طالبانو سره جنګېږي، د طالبانو له خوا به له دغه برخليک سره مخ کېږي.
اخوندزاده وويل، چې د ملي اردو دغه سرتېرى د کاپيسا ولايت د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکى او کور ته په رخصتۍ روان و.
د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د دې ولايت د تګاب ولسوالۍ په بدراب سيمه کې د ملي اردو څلور سرتېري وتښتول.
ولسوال اخوندزاده پژواک اژانس ته وويل، چې دغه څلور سرتېري پرون ماښام هغه مهال وتښتول شول، چې وسله والو طالبانو ورسره د ملي اردو اسناد پيدا کړل.
وسلواله و طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ ولايت په اسمارو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د توغنديو له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري نن (د ليندۍ ٦مه) پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته ماسپښين مهال د اسمارو په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لوري د بهرنيو ځواکونو پر مرکز اته توغندي وتوغول شول.
د هغه په وينا، اووه توغندي په ليرې پرتو سيمو کې په شاړو کې لګېدلي او يو توغندى د اسمارو ولسوالۍ پر بازار لګېدلى دى، چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
د نوموړي په خبره، د بهرنيو ځواکونو پر مرکز کوم توغندى نه دى لګېدلى.
هغه وويل، چې د دغه توغندي له امله په بازار کې د ملي اردو يو سرتېرى ووژل شو او درې ملکي وګړي ټپيان شول.
قوماندان عوض محمد زياته کړه: ((د دغه توغندي له امله چې په بازار ولګېد، له مرګ ژوبلې پرته د ملکي خلکو درې موټرونه او يو دوکان په بشپړ ډول ويجاړ شول.))
د کونړ د ملکي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له دې پېښې درې ټپيان راوړل شوي دي، چې ټول ملکي وګړي وو.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسله والو طالبانو تراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن