ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ١١ تنه د ايډز په ناروغۍ اخته دي

3 Dec 2011 - 16:49
3 Dec 2011 - 16:49

کندهار ښار (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): د هېواد د نورو برخو په څېر په کندهار کې هم د ايډز نړيواله ورځ داسې مهال ونمانځل شوه، چې په دې ولايت کې ١١ تنه په دې وژونکې ناروغۍ اخته دي.

 په دې اړه نن (د ليندۍ ١٢مه) د کندهار د عامې روغتيا په رياست کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ګڼو روغتياپالانو، د روغتيايي مرکزونو مسوولينو او نورو برخه اخيستې وه، چې په کې خلکو ته د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي پيغامونه ورکړل شول.

 د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا له پژواک خبري اژانس سره په  مرکه کې وويل، چې په دې ولايت کې ١١ تنه د ايډز په ناروغۍ اخته دي، چې درې يې مېرمنې او اته يې نارينه دي.

 هغه زياته کړه، د ايډز په ناروغۍ اخته دغه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې د پېچکارۍ له لارې خپل بدن ته نشه يي توکي زرقوي.

 د نوموړي په وينا، په معتادينو کې ځکه د ايډز د ناروغۍ د خپرېدو چانس زيات دى، چې هغوى خپلو بدنونو ته د نشه يي توکو د زرقولو لپاره له يوه سرينج (پېچکارۍ) کار اخلي.

 د کندهار د عامې روغتيا رياست د HIV ايډز د څانګې سلاکار ډاکټر همايون رحماني وايي، چې په روان کال کې د هېواد په کچه د ايډز ١٢٥٠ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د دې پېښو شمېر ٦٣٦ و.

 هغه زياته کړه، له دې جملې څخه ١٥٠ پېښې په کابل او ٦٩ په هرات کې ثبت شوې، چې ټولټال ١٠٨ پېښې يې د ايډز پړاو ته رسېدلي او په دوو مرکزونو کابل او هرات کې تر درملنې لاندې دي.

 دى وايي: ((په کابل کې د ايډز د ثبت شوو ناروغانو په ډله کې د يوه څلور کلن ماشوم په ګډون ١٠٠ نارينه او ٣٠ ښځې دي، چې څلور تنه په کې تر څلورو کلونو د کم عمر نجونې هم شاملې دي؛ دغه راز په هرات ولايت کې له ٦٩ پېښو څخه ٨ پېښې د ايډز مرحلې ته رسېدلي، چې ٧ يې نارينه او ١ يې مېرمن ده.))

 د ده په خبره، په کندهار ولايت کې سږ کال څه د پاسه ٢٢زره تنه ټيسټ شوي او له دې جملې څخه په ١١ تنو کې د ايډز ناروغي ليدل شوې، چې ٣ يې مېرمنې او ٨ يې نارينه دي.

 رحماني وويل: ((په دغو کسانو کې درې تنه د ايډز مرحلې ته رسېدلي او مړه شوي او پاتې کسان تر درملنې لاندې دي.))

 د نوموړي په وينا، د ټول کندهار په کچه د ايډز ناروغۍ د تشخيص او مشورې درې مرکزونه لري، چې يو د کندهار د وينې په بانک کې دننه، يو په محبس او بل د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې دى.

 دى وايي، چې د ايډز د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په موخه يې د ډاکټرانو، ښوونکو او نورو په ګډون په سلګونو تنو ته اړوند ورکشاپونه ورکړي، پوسټرونه يې نصب کړي او معلوماتي پاڼې يې وېشلي، تر څو په دې اړه عامه پوهاوى زيات شي.

 د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي وايي، چې د هېواد په کچه درې لسيزه جګړه، د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کارونه، د سواد ټيټه کچه، اقتصادي ستونزې او فقر، خلاص سرحدونه، کورني او باندني مهاجرتونه، د ويني غير خوندي زرقيات او د يو ميليون معتادينو شتون د دغې وژونکې ناروغۍ خپرېدو ته لاره هواره کړې ده.

 د هغه په خبره، د يو ميليون معتادينو له جملې څخه يې ٢٠زره تنه زرقي معتادين دي، چې د بل هر چا په پرتله په کې د ايډز د خپرېدو چانس زيات دى.

 د روان ٢٠١١ زېږديز کال د ملګرو ملتونو د خپاره شوي راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې ٣٤ ميليونه انسانان له ايچ آى وي سره ژوند کوي او تر دې مهاله تر ٣٦ ميليونو ډېرو انسانانو، چې نيمايي يې ښځې جوړوي، خپل ژوند د ايډز ناروغۍ له امله له لاسه ورکړى دى.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version