ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د محرم په وياړ خلکو څه باندې سل زره سي سي وينه بانکونو ته اهدا کړې

5 Dec 2011 - 18:13
5 Dec 2011 - 18:13

کابل، جلال اباد (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): په کابل او جلال اباد کې د وينې د بانکونو مسوولين وايي، چې د محرم الحرام له لومړۍ ورځې راهيسې خلکو څه دپاسه سل زره سي سي وينه اهدا کړې ده.

په کابل کې د امام حسين (رض) د وينې د ملي بانک رييس ډاکټر مسعود رحماني د ليندۍ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه ٦٠زره سي سي وينه ورکړل شوې او دا لړۍ به د محرم الحرام مياشتې تر ١٣مې نېټې پورې ادامه ولري.

هغه زياته کړه، چې ډېرى د اهل تشيع مسلمانانو د عاشورا مذهبي ورځې په وياړ د وينو ورکولو لړۍ پيل کړې ده او هره ورځ لسګونه کسان دوى ته مراجعه کوي.

د يادونې وړ ده، چې هر کال د اهل تشيع هېوادوال د محرم الحرام لومړۍ لس ورځې او په ځانګړې توګه لسمه نېټه، د کربلا په ميدان کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د لمسيانو امام حسين او امام حسن (رض) د قربانيو د ياد تازه کولو په موخه لمانځي.

د ليندۍ ١٥مه، چې د محرم الحرام له لسمې سره برابره ده، په ټول هېواد کې ملي رخصتي اعلان شوې ده.

بل خوا نن په ننګرهار ولايت کې د ځوانانو بېلابېلو ټولنو، د رضاکارو د نړيوالې ورځې او عاشورا په وياړ د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته وړيا وينه ورکړه.

د عامې ورغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ځوانانو امريت، سولې کاروان، ځوانانو فدراسيون، د ځوانانو عالي شورا او ځوانان په عمل کې ټولنو سلو ځوانانو د عامې روغتيا د روغتون د وينې بانک سره د ٥٠زرو سي سي وينې مرسته وکړه.

هغه زياته کړه چې په ننګرهار کې د نظامي روغتون د نه شتوالي له امله، د پېښو او جګړو ټپيان هم ملکي روغتون ته راوړل کېږي، چې د وينې اړتيا يې زياته کړې ده.

د نوموړي په وينا، هره ورځ يې روغتون لسګونو ناروغانو ته وړيا وينه ورکړې ده.

ډاکټر بازمحمد وويل، د وينې بانک يې په يوه ورځ کې ٢٠٠ بېړنيو ناروغانو ته د وينې ورکولو ظرفيت لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار ځوانانو د مرستې ډاډه ورکړى، چې هېڅکله به يې روغتون د وينې له کمښت سره مخ نه شي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر نوراغا ځواک پژواک ته وويل، چې د سږکال په اوږدو کې يې ٦٠٠ ځوانانو د عامې روغتيا روغتون ته وړيا وينه ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه، ځوانان په دې احساس وينه ورکوي، چې د وينو په تويولو سره له بل څخه د ژوند اخيستلو پر ځاى، په وينو ورکولو د نورو ژوند وژغوري.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي او ننګرهار لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي اتلس کلن امان الله پژواک ته وويل، چې په خپله کورنۍ کې يې څو کاله وړاندې يو داسې ناروغ درلوده، چې وينه يې کموله.

نوموړي زياته کړه: ((خپل احتياج مې ليدلى، ځکه اوس وړيا وينه ورکوم.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version