ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره امنيت ښه شوى

5 Dec 2011 - 13:09
5 Dec 2011 - 13:09

ښرنه (پژواک ١٤ لېندۍ ٩٠) د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي او دولتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره امنيتي حالت ښه شوى دى.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مهال د پکتيکا په شپږو ولسواليو اورګون، برمل، سروبي، سرروضه، خيروکوټ او جاني خېلو کې سيمه ييز پوليس فعال دي، چې له امله يې د يادو ولسواليو امنيت ډېر ښه شوی دی.

د هغه په وينا، د دغو ولسواليو اوسېدونکو له دې مخکې په سيمه کې د نا امنيو له پېښو او د وسله والو غلو له شتون څخه شکايت درلود، چې د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره اوس د ناامنۍ پېښې راکمې شوې او وسله وال غله هم ورک شوي دي.

نوموړى وايي، دوی پلان لري، چې په راتلونکي کې په پاتې نورو ولسواليو کې هم  سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى کړي.

پکتيکا د مرکز ښرنې سربېره ١٨ ولسوالۍ، ګومل، برمل، مټه خان، يحيى خېل، جاني خېل، ګيان، زېړوک، نکه، سرروضه، سروبي، يوسف خېل، ډيله، وازه خوا، ووړ ممۍ او زرغون ښار، لري.

د امنيه قوماندان په خبره، چې تر ډېره بريده اوس خلک هم د سيمه ييزو پوليسو ملاتړ کوي او په دې برخه کې يې تر اوسه د خلکو کوم شکايتونه هم نه دي ترلاسه کړي.

هغه د سيمه ييزو پوليسو د برياليتوب لامل له سيمې سره د هغوی بلدتيا او د خپلو سيمو د خلکو پېژندګلوي بولي.

د برمل ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي تورګل پژواک اژانس ته وويل، دا يو واقعيت دی، چې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره د برمل ولسوالۍ امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې سيمه ييز پوليس له سيمې او د سيمې له خلکو سره بلد دي، نو ځکه د امنيت په راوستو کې ښه رول لرلاى شي .

د تورګل په وينا، که دغه لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغځول شي، ډېرې ښې پايلې به ولري .

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکى شادي خان وزير هم په خپله ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو رول مثبت ګڼي او وايي، چې دغه پوليس د همدې سيمې اوسېدونکي دي او خلک يې د کورونو او د دوی په تلاشۍ هم نه خپه کېږي.

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس له خلکو سره هم ښه چلند کوي، چې له امله يې خلک ډېر ترې خوښ دي.

نوموړي وويل، چې دغو پوليسو د برمل ولسوالۍ په لويو لارو او کليو بانډو کې امنيت ټينګ کړی، چې له امله يې ورځ تربلې د خلکو پر دولت باندې باور زياتيږي او د خپلو دعوو او نورو ستونزو لپاره دولتي ادارو ته ورځي.

په همدې ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس ګل مرجان، چې خړه درېشي يې پر ځان وه او سپين پکول يې په سر و، پژوا ک اژانس ته وويل، چې دى له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې په سيمه ييزو پوليسو کې شامل شوى او د سيمې امنيت ساتي .

هغه وويل: ((موږ د سيمې له خلکو سره ښه بلد يو او په دې پوهېږو، چې ورانکاره او د دولت مخالفين څوک دي، نو ځکه د سيمې د امنيت په ساتلو کې تر نورو ښه کار کولای شو.))

نوموړي زياته کړه، چې په برمل کې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره هغه کسان، چې په دې سيمه کې يې ناامني جوړوله اوس  تښتېدلي دي.

د يحيی خېلو ولسوالۍ يوه دوکاندار محمد اشرف وويل، چې د دوى ولسوالۍ د پکتيکا تر ټولو نا ارامه ولسوالۍ وه، خو له کله چې په کې سيمه ييز پوليس په دندو ګومارل شوي، په امنيتي حالت کې يې د پام وړ بدلون راغلی دی.

د هغه په وينا، پخوا به د دوى په سيمه کې د وسله والو طالبانو له ورانکارو کړنو وروسته د دوى کورونه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا پلټل کېدل او يو شمېر بې ګناه خلک به د شک له مخې نيول کېدل.

نوموړى وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو وروسته، اوس خلک ارام ژوند کوي او خپل کاروبار په عادي ډول پر مخ بيايي.

سرروضه د دغه ولايت يوه بله هغه ولسوالۍ ده، چې په دې وروستيو کې په کې سيمه ييزو پوليسو په خپله دنده پيل کړی دى.

د دې ولسوالۍ خلک هم د امنيت په ټينګښت کې د سيمه ييزو پوليسو ونډه ښه او د پام وړ بولي، خو له يادو پوليسو څخه يې ځيني خلک شکايت هم کوي.

د سرروضې قومي مشر محمدابراهيم پژواک اژانس ته وويل، دا رښتيا بولي، چې سيمه ييز پوليس د سيمې په امنيت کې ښه رول لري، خو يو شمېر نيمګړتياوې هم لري.

د هغه په خبره، چې د دوی په ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان د کليو ځوانان سيمه ييزو پوليسو ته په زور نيسي.

نوموړي زياته کړه: ((يو شمېر زده کوونکي او نور هغه کسان، چې خپل کاروبار کوي هم د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته دغه قوماندان په زور نيولي دي.))

ده وويل، چې د دوی دا کړنه د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف ده او په اساسي قانون کې په خلکو د زور له لارې عسکري کول منع دي.

د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شېرمحمد بيا وايي، چې دوی سيمه ييزو پوليسو ته څوک په زور نه نيسي، بلکې هغه خلک چې له دوی سره يې په خپله خوښه نوم ليکنه کړې راغونډوي.

نوموړي وويل، چې ده او ملګرو يې يوازې د سيمې د ساتنې په موخه له سيمه ييزو پوليسو سره په دنده پيل کړې ده.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو به ډېرۍ وخت په لويو لارو ماينونو خښول او د سيمې خلک به يې په بېلابېلو پلمو وهل او ځورول.

د سرروضې ولسوالۍ يوه ځوان محمد ايوب پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به د دوی په کلي کې وسله والو طالبانو په ښکاره فعاليتونه کول، چې زياتره وخت به يې خلکو ته امنيتي ستونزې جوړولې.

د هغه په وينا، چې د سيمه ييزو پوليسو په راتګ سره اوس هېڅ وسله وال طالبان نه ترسترګو کېږي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې د پکتيکا خلک قومي جوړښتونه لري او قومونو په خپله خوښه ځوانان ورکړي، چې له همدې امله په کې سيمه ييزو پوليسو ښه نتيجه ورکړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتيکا والي د سيمه ييزو پوليسو د جوړولو په موخه برمل او نورو ولسواليو ته په وار وار سفرونه کړي او له خلکو سره يې په دې اړه سلا مشورې هم کړې دي .

د نوموړي په وينا، د سيمې خلکو په خپله خوښه خپل زامن او وروڼه سيمه ييزو پوليسو ته ورکړي، ترڅو د خپلې سيمې امنيت په خپله وساتي او همدغه لامل دی، چې دوی په خپلو دندو کې بريالي دي.

د والي وياند د يوي پوښتنې په ځواب کې وويل، چې پکتيکا ته د ١٧سوه او پنځوسو سيمه ييزو پوليسو تشکيل منظور شوی، چې دغه مهال شپږسوه تنه په برمل، اورګون، سرروضه، خيرکوټ، سروبي او جاني خېلو ولسواليو کې دندې ترسره کوي او پاتې نور يې تر روزنې لاندې دي، چې په نورو ولسواليو کې به پر دندو وګومارل شي.

د هغه په خبره، د سيمه ييزو پوليسو په يادو ولسواليو کې د ښو پايلو له امله، اوس د نورو ولسواليو اوسېدونکي هم په خپلو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدوغوښتنه کوي او دوی له مرکزي دولت سره په خبرو دي، چې تشکيل يې ورته زيات کړي.

د يادونې ده، چې په سيمه ييزو پوليسو کې د ځوانانو ګومارنه که له يو لوري يې د سيمې د امنيت په راوستو کې مرسته کړې ده، له بله پلوه يې د بې روزګاره ځوانانو لپاره د کار زمينه هم برابره کړې ده.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version