ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د المان د بهرنيو چارو وزير: د بن په کنفرانس کې د نوي مشارکت بنسټ کېښودل شو

6 Dec 2011 - 11:45
6 Dec 2011 - 11:45

بن (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د بن په دوهم کنفرانس کې د يوه نوي مشارکت بنسټ، چې په کې د ښې حکومتوالۍ، د ديموکراسۍ پياوړتيا او د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه د افغانستان ژمنه او له افغانستان څخه د نړيوالۍ ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ شامل دى، کېښودل شو.

دا مطلب د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويله په هغه ګډ خبري کنفرانس کې، چې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر زلمي رسول سره يې د بن د دوهم کنفرانس په پاى کې درلود، څرګند کړ.

نوموړي زياته کړه، د بن کنفرانس اساسي ټکى دا و، په هغه صورت چې امنيتي مسووليتونه افغانانو ته وسپارل شي، نو نړيواله ټولنه اړه ده چې د دې هېواد ملاتړ وکړي.

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل: ((موږ تاسې يواځې نه پرېږدو، له تاسو سره به يوځاى پر مخ ځو؛ د نړيوالې ټولنې پيغام دادى، چې نړۍ به د افغانستان ترڅنګ ولاړه وي.))

نوموړي، افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسې ته په اشارې سره وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د خاورې ٥٠سلنه برخه د دې هيواد د ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.

هغه وويل: ((دا لړۍ به هغه مهال بريالۍ شي، چې اوږدمهاله ستراتيژي موجوده وي.))

هغه زياته کړه، چې د بن د دوهم کنفرانس د ١٦مې مادې له مخې، د افغانستان مسئله سياسي حل نه لري او د نړۍ ټول هېوادونه د افغانستان د امنيتي ځواکونو په پياوړتيا او د دې هېواد په سياسي حال لاره کې مرسته کوي.

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل: ((افغانستان بايد يو ځل بيا د ترهګرو په مرکز بدل نه شي.))

ګيدو ويسترويله د خپلو خبرو په دوام کې، په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې د لاسته راوړنو په اړه وويل، چې په دې موده کې نړيوالې ټولنې ونه شو کولاى خپلو بشپړو موخو ته ورسېږي؛ خو تر يوه بريده يې برياوې لاس ته راوړې دي.

هغه په افغانستان کې د روغتيا، ښوونې او روزنې، د بيان او ښځو ازادۍ په برخو کې پرمختګونو ته اشاره وکړه.

د المان د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د سولې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې سوله يوه بين الافغاني پروسه ده او هر ډول پخلاينه په افغانانو پورې اړه لري او نړيواله ټولنه چمتو ده، څو په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړي د بُن کنفرانس وروستۍ اعلاميه ارزښتناکه وبلله او زياته يې کړه، چې دغه اعلاميه نه يواځې د امريکا، بلکې د ټولې نړيوالې ټولنې له خوا يې ملاتړ شوى دى.

هغه زياته کړه: ((کله چې موږ د دې کنفرانس سيمه ييزه څېړنه کوو، نو دا يو بريالى کنفرانس و.))

هغه په دې اړه د امريکا، اروپا، چين، روسيې او د ترکمنستان، تاجکستان او ايران په ګډون د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو مرستې مهمې وبللې.

د المان د بهرنيو چارو وزير د بن په کنفرانس کې د پاکستان د نه ګډون په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل، چې دې مسئلې د کنفرانس برياليتوب ته زيان ونه رساوه.

هغه وويل، چې پاکستان په افغانستان کې له سياسي پروسې څخه، لکه څرنګه چې نن يې په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې له خوا ملاتړ وشو، ملاتړ کوي او د دې کنفرانس د برياليتوب غوښتونکى دى.

همدارنګه د هېواد د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول وويل، چې په دې کنفرانس کې د پاکستان نه شتوالى په دې معنا نه دى چې له افغانستان څخه ملاتړ نه کوي، بلکې دواړه هېوادونه پاکستان او افغانستان په يوه ګډه سياسي پروسه کې همغږي او همکاران دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل: ((په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او مونږ د سولې پر لور ګامونه اخلو، دا پاکستان ته د اهميت وړ ده.))

زلمي رسول د بن په دوهم کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د شويو ژمنو په اړه وويل: ((د اداري فساد او نشه يي توکو سره مبارزه او ښه حکومتوالي رامنځ ته کول، زموږ له مسووليتونو څخه دي او موږ پرېکړه کړې، چې دغه کارونه نه يواځې د نړيوالې ټولنې لپاره، بلکې د ځان د ګټې لپاره يې هم ترسره کوو.))

هغه زياته کړه، چې افغانان يادو شويو شيانو ته اړتيا لري او دولت بايد دې عناصرو ته په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي.  

د ډاکټر زلمي رسول په وينا، افغانستان د نړيوالې ټولنې مرستې او ملاتړ ته اړتيا لري او په ننني کنفرانس کې نړيواله ټولنه په دې برخه کې له افغانستان سره ژمنه شوه.

نوموړي د دې يادونې ترڅنګ، چې افغان دولت  هوډمن دى، چې په هېواد کې به د لس کاله مخکې وضعيت بيا نه تکرارېږي، ومنله چې په افغانستان کې هم اوس هم ځينې ننګونې شته؛ خو دا يې هم وويل، چې تېرو درېيو لسيزو جګړو ته په کتنې سره په تېرو لسو کلونو کې پرمختګونه هم شوي دي.

ډاکټر زلمي رسول په تېرو لسو کلونو کې د رسنيو او ښځو ازادي د افغانانو لاس ته راوړنې بللې او زياته يې کړه، چې دا بايد له لاسه ورنه کړل شي.

هغه همدارنګه وويل، د ٢٠٠١کال افغانستان بايد د ٢٠١١ کال له افغانستان سره پرتله نه کړو، افغانستان په روغتيايي، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې پرمختګونه لري؛ خو زموږ پر وړاندې ځينې ستونزې هم شتون لري .

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version