ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو دوه سيمه ييز پوليس ټپيان او ٨ نور ونيول

6 Dec 2011 - 12:31
6 Dec 2011 - 12:31

فيض اباد (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د بدخشان ولايت د عملياتي همغږۍ مرکز د دوو پوليسو د ټپي کېدو او اتو نورو د نيول کېدو خبر ورکوي؛ خو طالبان ادعا کوي، چې هغوى لسګونه پوليس وژلي او نيولي دي.

 د دې مرکز قوماندان جنرال محمد اسحاق تمکين نن (د ليندۍ ١٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ په يخ شيره کلي کې د سيمه ييزو پوليسو ګزمه د طالبانو له کمين سره مخ شوه.

 هغه زياته کړه، چې په دې کمين کې دوه سيمه ييز پوليس ټپيان او اته نور د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

 جنرال تمکين زياته کړه چې په دې پېښه کې، د پوليسو څلور موټر د طالبانو له لوري ويجاړ شوي دي.

 د بدخشان د والي مرستيال شمس الرحمن شمس وويل، چې د ملي اردو او پوليسو ځواکونه د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه د پېښې ځاى ته رسېدلي او کور په کور يې تالاشي پيل کړې ده.

 د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالجبار وويل، چې نښته تېره ورځ له غرمې وروسته پيل او دوه ساعته يې دوام وکړ.

 هغه زياته کړه، چې طالبان په کلاشينکوفونو او راکټونو مسلح وو او له نښتې وروسته وتښتېدل.

 د عبدالجبار په وينا، په دې نښته کې د سيمې اوسېدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

 خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې هغوى په دې نښته کې ١٥سيمه ييز پوليس وژلي او ٣٠ نور پوليس يې نيولي او نښته اوس هم روانه ده.

 مجاهد زياته کړه، چې د دې نښتې په ترڅ کې د طالبانو لاس ته زياته اندازه وسلې او مهمات ورغلي او درې طالبان هم ټپيان شوي دي.

 د هغه په وينا، د وردوج ولسوالۍ امنيه قوماندان هم د نيول شوو کسانو په ډله کې دى او طالبانو د پوليسو ٢٠ موټر هم ترلاسه کړي دي.

 خو د بدخشان د والي مرستيال، د وردوج ولسوالۍ د امنيه قوماندان نيول کېدل رد کړل.

 دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان والي شاه ولي الله اديب تېره ورځ پژواک سره په يوه مرکه کې د دويم پړاو د امنيتي چارو د لېږد په اړه د چمتووالي ترڅنګ، په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه د سرحدي پوليسو او ملي اردو د زياتوالي غوښتنه وکړه.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version