کلات (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې تېره ورځ پر ايساف ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د دوى پر کاروان د يوه موټر په وسيله چاودنه شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې يې يو موټر زيانمن شوى، خو د دوى سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د شاه جوى ولسوال محمدصديق بيا وايي، چې د ايساف ځواکونو پر يوې ګزمې د قره باغو په سيمه کې د سړک د غاړې چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ايساف يو رومانيايى سرتېرى ټپي او موټر يې هم زيانمن شوى دى.
خو وسله وال طالبان وايي، چې دغه بريد ځانمرګى و او د يوه موټر په وسيله ترسره شوى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا وکړه، چې په دې پېښه کې د ايساف درې ټانکونه ويجاړ او په کې سپرو دوولسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د شاه جوی ولسوال محمدصديق دا ادعا رد کړه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن