ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ پوليس ووژل شول

10 Dec 2011 - 18:42
10 Dec 2011 - 18:42

لښکرګاه، پل علم (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): د هلمند او لوګر ولايتونو په بېلا بېلو پېښو کې شپږ پوليس وژل شوي دي.

 د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د څانګې مرستيال سمونوال اسماعيل هوتک د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو په نوزاد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر پوليسو بريد کړى دى.

 هغه زياته کړه، چې پوليس په خپل رنجر موټر کې پر ګزمې بوخت وو، چې د وسله والو طالبانو له خوا يې موټر پر راکټ وويشتل شو.

 نوموړى وايي، چې په دې بريد کې درې پوليس ووژل شول او موټر يې هم له منځه وړل شوى دى.

 دغه راز هوتک وايي چې تېره ورځ په ګرشک ولسوالۍ کې، وسله والو طالبانو سره د يوې نښتې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى دى.

 د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت د مرکز پل علم اړونده د التمور په سيمه کې د پوليسو يو موټر چپه شوى دى.

 د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل، چې پوليس پر ګزمې بوخت وو، چې ناڅاپه يې مو‌ټر له تپې څخه واوښت او چپه شو.

 روغ لېونى وايي، چې په دې پېښه کې دوه پوليس مړه او څلور نور يې ټپيان شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version