ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرمحمد عرب له يو بل يو تن سره ووژل شو او ١٦ نور ټپيان شول

10 Dec 2011 - 17:59
10 Dec 2011 - 17:59

کندوز ښار (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): يو پخوانى جهادي قوماندان او د سولې د عالي شورا غړى شېرمحمد عرب له يو بل کس سره په کندوز ښار کې د چاودنې له امله ووژل شو او ١٦ تنه نور ټپيان شول.

 دا چاودنه په بايسکل کې د ځاى پرځاى شوي ماين له امله نن (د ليندۍ ١٩مه) په شاوخوا ١٢:٣٠بجو د کندوز ښار په سرچوک کې رامنځ ته شوه.

 د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د يوه پخواني مشهور جهادي قوماندان شېرمحمد عرب موټر ته څېرمه، چې په سيمه کې ولاړ و، رامنځ ته شوه او د دې قوماندان د وژلو لامل شوه.

 حسيني زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى هم وژل شوى او ١٦نور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

 شېرمحمد عرب د جمعيت اسلامي له مهمو قوماندانانو څخه و، چې په دې وروستيو کې د شېرخان بندر د افسوټر تصدۍ د رييس او له هغه وړاندې يې د کندوز د سولې د عالي شورا د غړي په توګه دنده ترسره کړې وه.

 هغه چې څه باندې ٥٠کاله عمر يې درلود، د حامدکرزي د حکومت په وخت کې يې د کندوز د چهاردرې او خان اباد د ولسوال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

 د کندوز امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره، نن له غرمې وروسته په خبري کنفرانس کې وويل، چې د دې چاودنې موخه شېرمحمد عرب و.

 هغه زياته کړه: ((دا د طالبانو او د وطن د دښمنانو کار دى، چې د بې ګناه کسانو وينه يې تويه او په دا شان نه بښونکي عمل يې لاس پورې کړ.))

 وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 د ټپيانو په ډله کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

 ١٢کلن نصرت الله چې په پښه ټپي شوى او د کندوز په حوزوي روغتون کې بستر و، پژواک ته وويل: ((ما له دوکان څخه خپل ورور ته کريډټ کارت اخيسته، کله چې له دوکان څخه ووتم، چاودنه رامنځ ته شوه او زه پر ځمکه ولوېدم او اوس په روغتون کې يم.))

 دې ماشوم چې د څلورم ټولګي زده کوونکى دى، زياته کړه، چې ماشومان له چا سره دښمني نه لري، هرچا چې دا عمل ترسره کړى، په جنايت يې لاس پورې کړى دى.

 د حوزوي روغتون يوه ډاکټر محمد اکبر عادل پژواک ته وويل، چې يو مړى او څلور ټپيان د يوه ماشوم په ګډون روغتون ته لېږدول شوي او د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.

 د کندوز امنيه قوماندان زياته کړه، چې ١٢ نور ټپيان په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي، چې د کندوز امنيتي ځواکونو پنځه کسان پر شېرمحمد عرب د چاودنې په تور نيولي دي.

 له سيمې څخه د پژواک خبري اژانس د خبريال له قوله، چاودنه دومره زوروره وه، چې د شېرمحمد عرب د کرولا موټر په ګډون د دوو نورو موټرونو د ويجاړولو ترڅنګ د شاوخوا سيمو او دوکانونو ښېښې هم ماتې شوې دي.

 د چاودنې په سيمه کې زيات شمېر کسان راټول شوي او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې ده.

 د يادونې ده، چې تېر کال د ژمي په موسم کې د کندوز امنيه قوماندان عبدالرحمن سيدخېلي په کندوز ښار کې د ځانمرګي بريد او دوه کاله وړاندې د کندوز والي انجنير محمدعمر د تخار ولايت په مرکز د تالقانو په جامع جومات کې د ماين د چاودنې له امله، چې دواړه پخواني جهادي قوماندانان وو، هم وژل شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version