ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې له سلګونو کورنيو سره د ژمنيو مرستو لړۍ پيل شوه

10 Dec 2011 - 18:45
10 Dec 2011 - 18:45

کلات، لښکرګاه (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): په زابل ولايت کې له ٧٥٠ کورنيو سره د ليندۍ په ١٩مه، د ژمنيو مرستو لړۍ پيل شوه.

 د زابل والي نن په کلات ښار کې د دې مرستو د وېش د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرستې د ترکيې د پراختيا او انسجام د ادارې له خوا  دوى ته په واک کې ورکړل شوې دي.

 نوموړي زياته کړه چې د زابل د کډوالو د رياست له لوري، له وړاندې څخه ۷۵۰ هغه کورنۍ چې تر ټولو زياتې بې وزله دي، پېژندل شوې دي.

 د ده په خبره، راستنو شويو کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو ته به همدغه مرسته ورکړل شي.

 ناصري وايي چې هرې کورنۍ ته به ۲۵ کيلوګرامه وريژې، ۲۵ کيلوګرامه اوړه، ۵ کيلو غوړي او يو کيلو چاى ورکړل شي.

 د محمد نادر په نوم يو تن، چې د زابل له ارغنداب ولسوالۍ څخه کلات ښار ته را کډه شوی، وايي چې دا مرستې د دوى لپاره بسنه نه کوي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل چې سوړ ژمی په مخکې دی، کار روزګار نه شته او دوى ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

 نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې بايد د کار په پيدا کولو سره د دوى اقتصاي ستونزو ته يوه تلپاتې حل لاره پيدا کړي.

 د يو بل خبر له مخې، د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په چاودنه کې د ټپي شويو کسانو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

دغه چاودنه د ليندۍ په ١٦مه، شوې وه، چې له امله يې ١٩ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي پژواک ته وويل چې والي ګلاب منګل، پرون د شوراب په پوځي اډه کې د ټپيانو پوښتنه وکړه او هغوى سره يې نغدي مرستې وکړې.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version