ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په پنجوايي کې زرکيلوګرامه چرس وسوځول شول

11 Dec 2011 - 15:01
11 Dec 2011 - 15:01

کندهار (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو پر مهال زر کيلوګرامه چرس تر نيول کېدو وروسته وسوځول.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل الدين اغا د ليندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ مازديګر مهال د يادې ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې ترسره شول، چې پر مهال يې په يوه کور کې ځاى پرځاى شوي زر کيلوګرامه چرس وموندل شول.

هغه زياته کړه، چې نيول شوي دغه نشه يي توکي پر هماغه ځاى وسوځول شول.

د نوموړي په وينا، چې تر اوسه د دغو نشه يي توکو په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پلټنې روانې دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم ويل شوي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په پنجوايي کې زر کيلوګرامه چرس نيولي دي.

بلخوا په ارغنداب ولسوالۍ کې هم تېره ورځ يوه اندازه خام چرس نيول شوي او سوځول شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره ورځ د ګزمې پر مهال هغه خام چرس، چې له لس جريبه ځمکې څخه راټول شوي وو، وموندل او له نورو نشه يي توکو سره يوځاى يې وسوځول.

د کندهار پوليسو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له سيمه ييزو قومي مشرانو سره يوځاى د نشه يي توکو پر ضد مبارزه پيل کړې، چې تر دغه مهاله له نشه يي توکو څخه د سلګونو جريبه ځمکې د پاکولو تر څنګ زرګونه کيلوګرامه چرس او نور نشه يي توکي نيول شوي او سوځول شوي دي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version