ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کوېټه کې د ناټو ٤ اکمالاتي موټر له چلوونکو سره وتښتول شول

11 Dec 2011 - 19:43
11 Dec 2011 - 19:43

کوېټه (پژواک٢٠ ليندۍ٩٠): ناپېژاندو وسله والو د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو څلور اکمالاتي موټر له چلوونکو سره تښتولي دي.

 ياده شوې پېښه نن ماسپښين ناوخته قلعه عبدالله ته څېرمه په مېزۍ اډه سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

 په چمن کې يوه ځايي خبريال نعمت الله سرحدي د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستانيو چارواکو له خوا له تېرو دوو اونيو راهيسې په چمن کې د ناټو اکمالاتي موټر درول شوي دي.

 نوموړي زياته کړه چې نن د ولاړو موټرو له ډلې، څلور يې بېرته کراچۍ ته روان شول؛ خو د چمن اړونده د قلعه عبدالله په سيمه کې تري تم شوي دي.

 نعمت الله وويل، چې وسله والو کسانو د موټرو چلوونکي او کلينران هم له ځانونو سره بېولي او تر اوسه يې څه درک هم نه دى لګېدلى.

 خو په مېزۍ اډه سيمه کې د پوليسو يوه مشر (تحصيل دار) منير کاکړ  پژواک ته وويل، چې د يادې شوې پېښې د عاملينو د نيولو په موخه يې په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

 نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه پورې دوه موټر او چلوونکي يې زموږ لاس ته راغلي، خو پاتې دوه لا هم ورک دي.))

 ده وونه ويل، چې موندل شوي موټر چېرې په لاس ورغلي او چا تښتولي وو.

 د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې هم، په کوېټه کې د ناټو پر ولاړو اکمالاتي موټرو بريد شوى و، چې په پايله کې يې د يادو شويو ځواکونو دېرش اکمالاتي موټر وسوځېدل.

 پاکستان وروسته له هغه په خپله خاوره کې د ناټو د موټرو په تګ راتګ بنديز ولګاوه، چې مومندو ايجنسۍ ته څېرمه په سلاله سيمه  کې د پاکستانيو سرتېرو پر جوړو شويو پوستو د ناټو الوتکو بريد وکړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version