ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ځنګلونو د وهلو لړۍ لا هم روانه ده

13 Dec 2011 - 16:37
13 Dec 2011 - 16:37

اسعد اباد (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د کونړ خلک وايي چې د دې ولايت پنځوس سلنه ځنګلونه وهل شوي او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

 د کونړ د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د کونړ په ټولو ناامنو سيمو کې ځنګلونه وهل کېږي؛ خو د کونړ والي وايي چې په وروستيو کې يې اتيا په سلو کې د ځنګلونو د وهلو مخه نيولې ده.

 د کونړ د کرنې او مالدارۍ رياست د ځنګلاتو مدير قېمت ګل وايي، چې په ټولو ناامنو سيمو کې ځنګلونه د زورواکانو له خوا وهل کېږي او ګاونډي هېواد ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي.

 هغه د ليندۍ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((فعلا ً د کونړ ولايت په هغو سيمو کې چې امنيت خراب دى، د ځنګل قطع کول روان دي، لکه پېچ دره، ننګلام، شوړيک او ديوه ګل کې.))

 د دې ولايت د چاپېريال ساتنې رييس نجيب الله کونړى وايي، چې د ځنګلونو وهل  چاپېريال ته لويه ننګونه ده.

 نوموړى وايي: ((په يو شمېر سيمو کې اوس خلک له قانون څخه سرغړونه کوي او ځنګلات قطع کوي او که د دې مخه ونه نيول شي، نو د کونړ لوى سيند به له ګواښ سره مخ شي او د کاربن د زياتوالي په وجه به د يخ ذخاير له منځه لاړ شي او د سېلابونو د راوتو لامل به شي.))

 خو د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي په ناقانونه توګه د ځنګلونو وهل او قاچاق مني؛ خو وايي چې په دې وروستيو کې يې د دې چارې اتيا په سلو کې مخه نيولې او د قومي مشرانو په همکارۍ يې د بشپړ مخنيوي هڅه کوي.

 هغه پژواک ته وويل: ((په هغو سيمو کې چې د دولت حاکميت نه شته، په هغو کې ځنګل وهل کېږي او موږ په دې هڅه کې يو چې د سيمه ييزو شوراګانو په مټ يې مخه ونيسو.))

 خو والي دا هم وايي، چې په غوڅه توګه يې مخنيوى ناشونى دى، ځکه چې د ده په وينا، ځنګل د قومونو ملکيت دى.

 د کونړ د ولايتي شورا رييس ميا حسن عادل بيا وايي، چې د ځنګلونو په وهلو او قاچاق کې امنيتي ځواکونه او يو شمېر چارواکي لاس لري او د دوى په مرسته ځنګل وهل کېږي او نورو سيمو ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي.

 هغه زياته کړه: ((که زموږ د دې نظام او د دې ادارې لاس ورسره نه وي، ممکنه نه ده چې دوى دغه لرګي له يوې سيمې نه بلې ته انتقال کړي.))

 د کونړ د مرکز اسعداباد ښار يو اوسېدونکى حاجي فضل وايي، د کونړ ځنګلونه چې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې په ناقانونه توګه وهل او قاچاق کېږي، کونړ ته يې له زيان پرته هېڅ ګټه نه شته.

 هغه وايي چې څو ځلې د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د کونړ له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د دغو لرګيو د ټکس په بدل کې به د سره طاق برېښناپه جوړولو کې ګټه واخيستل شي او دوه ځل له کونړ څخه د لرګيو لېږد ته قانوني اجازه ورکړل شوه؛ خو تراوسه پورې يې له ټکس څخه يوه افغانۍ هم په کونړ کې نه ده لګېدلې.

 دى وايي چې اوس هم په اسعداباد کې د وهل شوو لرګيو سرايونه شته او هره ګړۍ د اسعداباد ښار لپاره يو ګواښ دى، دوه ځلې په دې سرايونو کې اور ولګېده، چې له امله يې لسګونه دوکانونه له منځه لاړل.

 هغه زياتوي: ((زموږ له دولت نه دا غوښتنه ده، چې د ځنګلونو وهل دې په قطعي توګه بند کړي او شته لرګي دې له کونړ څخه نورو سيمو ته ولېږدوي.))

 په کونړ کې د ځنګلونو د وهلو خبرې په داسې حال کې کېږي، چې ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان له مخې، د ځنګلونو د ساتلو امر کړى دى.

 کونړ چې په هېواد کې د ځنګلونو په لرلو سره مشهور دی، په تېرو درېيو لسيزو کورنيو جګړو کې يې د زورواکانو له خوا په بې رحمۍ سره ونې وهل شوې دي.

 د کونړ د چارتراشو په اړه د چارواکو معلومات ښيي، چې ۶۰ په سلو کې يې د تېرو څو لسيزو ناخوالو او خپلسريو په پايله کې تر وهلو وروسته، ګاونډيو او نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

 

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version