ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قوماندان په ګډون ٤ مخالفين وژل شوي او ٧ نور ژوندي نيول شوي

14 Dec 2011 - 16:40
14 Dec 2011 - 16:40

کندهار ښار (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): امنيتي چارواکي په کندهار ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د عرب په نوم د يوه مشهور قوماندان په ګډون د څلورو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو او ٧ تنو نورو د نيول کېدو خبر ورکوي.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د عرب په نوم مشهور قوماندان له خپلو درېيو نورو ملګرو سره يو ځاى وژل شوى دى.

 هغه زياته کړه، دا عمليات تېره ورځ ماښام مهال د دې ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر سره شوي دي.

 د نوموړي په وينا، د عرب په نوم ياد شوى قوماندان په سيمه کې د وسله والو مخالفينو مهم کس و، چې تل به يې پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو بريدونه کول.

 دى وايي، په دې عملياتو کې د وژل شويو کسانو وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

 بل پلو، پوليسو د کندهار ښار په يو شمېر امنيتي حوزو، شاوليکوټ او ژېړۍ ولسواليو کې عمليات کړي چې پر مهال يې دوه تنه له يو شمېر سپکو او درنو وسلو سره يو ځاى نيول شوي دي.

 زلمى ايوبي وايي، چې د کندهار د امنيه قوماندانۍ اړوندو پوليسو تېره ورځ مازيګر ناوخته د ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې په چنار کلاچه کې د عملياتو پر مهال يو هاوان، يو راکټ، يوه پيکا، ٥ کلاشينکوفونه، ١٥ د کلاشينکوف شاژورونه، ٥٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ٧ د راکټ مرمۍ، ٣ وېکم مخابرې او د چاودېدونکو توکو ډکه شل کېلو ډبه نيولي دي.

 هغه زياتوي، د نيول شوو توکو په تړاو د قدرت الله په نوم يو مخالف کس هم نيول شوى، چې پوښتنې ترې پيل شوي، تر څو نور ملګري يې هم ونيول شي.

 پوليسو دغه راز د کندهار ښار د اتمې حوزې په اړوندو سيمو کې هم عمليات کړي، چې په پايله کې يې يو هاوان او ١١ د هاوان مرمۍ د پوليسو لاس ته ورغلې دي.

 دغه راز د کندهار په شاوليکوټ او ژېړۍ ولسواليو کې هم د چاڼيزو عملياتو په پايله کې يو وسله وال کس له ماينونو او وسلو سره نيول شوى دى.

 د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول وايي، چې په يادو شويو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ٧ ماينونه، ٧ بېټرۍ، ٥ پټاکۍ، ٥٢ کيلوګرامه باروت او يو موټر سايکل نيول شوي دي.

 بل خوا د کندها د ملي امنيت رياست هم په د کندهار ښار په بېلابېلو ناحيو کې عمليات کړي، چې پر مهال يې ٥ وسله وال مخالفين له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيول شوي، چې نن د ليندۍ په ٢٣مه، د رسنيو استازو ته وښودل شول.

 د ملي امنيت رياست مسوولين وايي، نيول شوي کسان عبيدالله، حاجي احمد، عبدالبصير، روزي محمد او قاري عبدالباري نومېږي، چې د کندهار د ميوند، شاوليکوټ او د اروزګان ولايت اوسېدونکي دي.

 د سرچينې په وينا، له دغو کسانو سره ٢ مېکاروف تومانچې، يو کلاشينکوف، ٥ د کلاشينکوف شاژورونه او مرمۍ، ٦ د چاودېدونکو توکو ډکې ډبې تر لاسه شوې دي.

 په کندهار ولايت کې، که له يوې خوا په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه يو ځل بيا زيات شوي، نو ورسره جوخت د امنيتي ارګانونو په عملياتو کې هم تېزوالى راغلى، چې وخت په وخت په کې وسله وال مخالفين له وسلو او مهماتو سره نيول کېږي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version