ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسله وال طالبان ووژل شول

18 Dec 2011 - 13:43
18 Dec 2011 - 13:43

غزني (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): په غزني کې درې وسله وال طالبان خپلو ملګرو وژلي او ګډو ځواکو دوو ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې پلې لوا له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د ليندۍ ٢٧مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په خپلمنځۍ نښته کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، چې د يادې ولسوالۍ په باران کلا کلي کې د شپې ناوخته درې وسله وال طالبان د ملي اردو په درېشيو کې هغه کور ته دننه شوي، چې په کې نور وسله وال طالبان هم دېره وو.

په کور کې ناستو طالبانو په دې ګومان، چې ګواکې دغه کسان د ملي اردو سرتېري دي، پرې ډزې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، چې له دې پېښې وروسته په سيمه کې د وسله والو طالبانو تر منځ بې باوري زياته شوې او په وېره کې دي، چې کېداى شي نورې دغه شان پېښې رامنځته شي.

خو وسله وال طالبان وايي، چې وژل شوي کسان غله وو او دغه کور ته د غلا په نيت ورغلي وو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په ياد کور کې د يوه طالب له لوري پر هغو ډزې شوې، درې تنه يې ځاى پر ځاى وژلي او ترې په تېښته بريالى شوى دى.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې دغه نښته د وسله والو طالبانو تر منځ د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، چې په دې پېښه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په بريد کې يو ماين خښوونکى وژل شوى او يو ټپي دى.

د غزني د والي وياند حضرت عمر غزنوي نن (د ليندۍ ٢٧مه) پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام د ګيلان ولسوالۍ په اغوجان سيمه کې پر ماين خښوونکو بريد شوى، چې يو يې ځاى پر ځاى وژل شوى او بل په ټپي حالت کې ژوندى نيول شوى دى.

د هغه په وينا، ماين خښوونکو غوښتل، چې د کابل–کندهار پر لويه لار ماينونه خښ کړي، خو د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري په نښه او تر بريد لاندې راغلل.

د ګيلان ولسوال محبوب الله هم د اغوجان کلي ته څېرمه د افغان او نړيوالو ځواکونو په بريد کې د دوو ماين خښوونکو د وژل کېدو پخلى وکړ.

د هغه په وينا، ټپي ماين خښوونکى د درملنې لپاره د بهرنيو ځواکونو يوه پوځي روغتون ته وړل شوى دى.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د ده يک په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ماين خښوونکي وژل شوي وو.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version