ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وتښتول شو

19 Dec 2011 - 15:36
19 Dec 2011 - 15:36

سرپل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): وسله والو طالبانو د سرپل ولايت د ملي امنيت يو کارکوونکې له يوه بل ملکي وګړي سره وتښتاوه.

د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګیر نن (د ليندۍ په ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عنايت الله په نوم دغه کس تېره ورځ د دغه ولايت د مرکز اړوند په مګر کلي کې تښتول شوى دى.

د ده په وينا، عنايت د ملي امنيت رياست کار کوونکى و او هغه مهال د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو، چې د خپلې خور کره د تلو په حال کې و.

سرچينې څرګنده کړه، چې له ده سره يو بل ملکي وګړى هم تښتول شوى، خو هويت يې تر اوسه نه دى معلوم شوى.

جهانګير زياته کړه، چې د ملي امنيت د دغه کارکوونکي د خلاصېدو لپاره د سيمې د سپين ږيرو په مشوره او همکارۍ هڅې پيل شوې دي.

د سرپل د ملي امنيت چارواکي هم د نيول شوي کس د پېژندنې په اړه بې خبري ښيي.

د سرپل د ملي امنيت يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې د دغه سړي د پېژندنې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

د سميع الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((هوا تياره شوې وه، چې څو تنه موټرسايکل سپاره راغلل او دوه تنه يې له ځان سره بوتلل.))

د ده په وينا، چې دغه دوه تنه يې ونه پېژندل، خو نن دلته خبر شول چې يو يې د ملي امنيت کارکوونکى و.

وسله والو طالبانو د دغو کسانو د تښتونې مسووليت پرغاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، چې د يوه کمين په ترڅ کې يې د سرپل د شيرم په سيمه کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې وړاندې د سرپل ولايت په مرکز کې د ايساف ځواکونو د عملياتو کې د دوو سرګروپانو په ګډون درې وسله وال طالبان نيول شوي وو او يو بل ووژل شو.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version