ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د مخالفينو پنځوس کسيزه ډله حکومت سره يو ځاى شوه

20 Dec 2011 - 00:00
20 Dec 2011 - 00:00

کندهار  ( پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠ ) : د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو يوه ٥٠ کسيزه وسله واله ډله له حکومت سره يو ځاى شوه.

د يو ځاى کېدو دا مراسم نن د ليندۍ په ٢٩مه، د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کې جوړ شوي وو، چې پکې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د پنجوايي ولسوال حاجي فضل الدين اغا، د ملي امنيت رئيس، امنيه قومندان، د ولايتي او سولې شوراګانو غړيو او نور برخه لرله.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل الدين اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له حکومت سره يو ځاى شويو وسله والو تر دې مخکې په کندهار ښار، پنجوايي او ميوندو ولسواليو کې د حکومت او بهرنيانو پر وړاندې وسله وال فعاليتونه کول.

هغه زياته کړه، د وسله والو مخالفينو دغه پنځوس کسيزه ډله د سيمه ييزې ادارې او د سولې د ولايتي شورا د پر له پسې هڅو په پايله کې له حکومت سره يو ځاى شوې، چې د ولسوالۍ او اړوندو سيمو پر امنيت به مثبت اغېز وکړي.

د نوموړي په وينا، تر دې وړاندې درې نور ګروپونه هم له حکومت سره يو ځاى شوي او اوسمهال دا څلورم ګروپ دى د سولې غوښتنه يې منلې ده.

فضل الدين اغا ژمنه وکړه، چې يو ځاى شويو کسانو ته تر خپل څنګ له وړتياوو سره سمې دندې ورکوي، تر څو د پرمختګ پر لورې په ګډه کار وکړي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له حکومت سره يو ځاى شوي پنځوس تنه وسله وال مسافر وګڼل او ويې ويل، چې هغوى ډېر وختونه له خپلو کورونو، کليو او خپلوانو څخه ليرې وو، چې اوس بيرته خپلو مېنو ته راستانه شوي دي.

هغه له يو ځاى شويو وغوښتل، چې د ځانونو په څېر خپل نور مرور او مسافر وروڼه هم سولې ته راوبولي، تر څو په دې توګه د پرديو د لاسوهنې مخه ونيول شي.

نوموړي هم ژمنه وکړه، چې د کندهار ولايت سيمه ييزه اداره به د امکاناتو سره سم يو ځاى شوو ته په دولتي او غير دولتي بستونو کې د کار  شرايط برابروي او له اړتيا سره سمې مرستې به ورسره کوي.

د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر او د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري ټينګار وکړ، چې دولت او د سولې ولايتي شورا دې له راغلو کسانو سره مرستې وکړي او هغوى ته د ارام او ډاډمن ژوند شرايط برابر کړي.

هغه وويل، چې د تېرو کلونو ناخوالو وښودله، چې جګړه د حل لاره نه ده، نو ځکه بايد سولې ته ارزښت ورکړل شي.

له حکومت سره د يو ځاى شوې وسله والې ډلې قومندان حاجي معلم له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې مخکې يې په کندهار ښار، پنجوايي، ميوند او د هلمند ولايت په کجکي، موسى کلا، سنګين او ګرشک ولسواليو کې يې د دولت او نړيوالو ځواکونو پر ضد وسله وال فعاليتونه کول.

هغه وويل: ((موږ په خپله خوښه له حکومت سره د يو شمېر پخوانيو يو ځاى شوو وسله والو په ځانګړې توګه د مولوي نور العزيز چې اوس د حج او اوقافو رئيس ټاکل شوى؛ په بلنه او غوښتنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي يو.))

د نوموړي په وينا، هغه او ملګرو يې تصميم نيولى، چې نور به د پرديو په لمسون خپل کور او کلى نه ورانوي او له حکومت سره په ګډه به د سولې او وطن د جوړولو لپاره کار کوي.

خو په سول کې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له حکومت سره يو ځاى شوې دغه وسله واله ډله طالبان نه بلکې دولت پلوي وګړي ګڼي، چې وسلې ورته په غاړه کې اچول شوي او د طالبانو نوم ورکړل شوى دى.

هغه پژواک اژانس ته په يوه ټليفوني اړيکه کې وويل: ((دا په کندهار ولايت کې د طالبانو تسليمېدل نه، بلکې اربکيانو او دولت پلوه خلکو ته وسله په غاړه کې اچول او د طالبانو نوم ورکول دي.))

نوموړي دا رد کړه، چې ګواکې له دولت سره يو ځاى شوې ډلې د وسله والو طالبانو سره تړاو لري.

تر دې وړاندې په کندهار ولايت کې د وسله والو مخالفينو درې وسله وال ګروپونه د مولوي نور العزيز او د عزيز اغا په مشرۍ له حکومت سره يو ځاى شوي، چې ځينې يې مهم قومندان ګڼل کېدل.

له دې ډلې څخه مولوي نور العزيز، چې د وسله والو طالبانو له خوا د کندز د والي په توګه ټاکل شوى و، له حکومت سره تر يو ځاى کېدو وروسته اوسمهال د کندهار ولايت د حج او اوقافو د رئيس په توګه ټاکل شوى دى.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version