کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ٩٠): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له ايران څخه خپلو سيمو ته د راستنېدونکو افغان کډوالو د لېږد لپاره پوره چمتو والى لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران دولت په دې وروستيو کې له دغه هېواد څخه د وتو لپاره افغانانو ته درې مياشتې وخت ورکړى دى.
د مهر په نوم ايراني خبري اژانس ليکلي، چې ايراني چارواکو د افغان کډوالو د کورنيو له مشرانو غوښتي، چې په درېيو مياشتو کې دې په خپل هېواد کې د ځان او کورنيو لپاره کاروبار وګور او له دغه هېواده دې ووځي.
د ايران د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو اتباعو د څانګې مدير سيدمحمد تهوري ويلي: ((په ايران کې ٩٠٠زره افغان کډوال ژوند کوي، د دولت په وروستۍ اعلاميه کې راغلي، چې د کډوالو سرپرستان دې پرته له دې، چې د کارتونو له ابطال څخه اندېښنه ولري، بايد په درېيو مياشتو کې له ايران څخه ووځي.))
د افغانستان د راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ايران کې څه کم يو ميليون افغان کډوال د هستوګنې اسناد لري او پاتې نږدې يونيم ميليون افغان کډوال په دغه هېواد کې پرته له اسنادو ژوند کوي.
ده وويل، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پوره تياري لري، تر څو خپلو سيمو ته د افغان کډوالو لپاره د تګ اسانتياوې برابرې کړي، چې ټاکل شوې له ايران څخه را و ايستل شي.
خو دى وايي، چې دغه وزارت دومره بوديجه نه لري، چې يادو کډوالو ته سرپناه جوړه کړي او يا هم ورسره نغدي مرستې وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وياند محمدنادر فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايران ورته د افغان کډوالو لپاره د درې مياشتې وخت ورکولو په اړه څه نه دي ويلي.
خو ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه کمېشنري تياره ده، چې له کډوالو سره بشردوستانه مرستې وکړي.
فرهاد وايي، چې د دې کمېشنرۍ، ايران او افغانستان تر منځ د شوې هوکړې له مخې ايران نه شي کولاى هغه افغان مهاجر له خپلې خاورې په زور وباسي، چې د استوګنې قانوني اسناد ولري.
ټاکل شوې وه، چې د روان ميلادي کال تر پايه، چې لس ورځې يې پاتې دي، په توکيو کې د افغانستان، ايران، پاکستان او جاپان تر منځ د افغان او پاکستاني کډوالو د وضعيت ارزولو په اړه غونډه جوړه شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن