ميدان ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٠): د ميدان ښار چارواکي وايي، چې په سيداباد ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه موندلې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د سيداباد ولسوالۍ په پټان خېلو سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يوه زېرمه کشف کړه.
د هغه په وينا، په دې زېرمه کې ګڼ شمېر توغندي، د هاوان مرمۍ او يو شمېر نور مهمات د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
شاهد وويل، چې ١٦٠ توغندي، ٣ د ٨٠ ملي متري توپ مرمۍ او ګڼ شمېر د هاوان مرمۍ، ماينونه، پټاقۍ او د هاوان خريطې ترلاسه شوې دي.
ده زياته کړه، چې د يادې زېرمې په تړاو ګډو ځواکونو په سيمه کې څلور تنه شکمن هم نيولي او دغه مهال د بهرنيو ځواکونو له خوا ترې پوښتنې روانې دي.
د والي د وياند په خبره، چې په دغو عملياتو کې وسله واله نښته نه ده رامنځته شوې او زيان هم چا ته نه دى په کې اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن