ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نادري او دوه نور کميشنران ولسمشر کرزي ردکړي دي

22 Dec 2011 - 20:45
22 Dec 2011 - 20:45

کابل(پژواک  دمرغومى لومړۍ نيټه ٩٠) افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون يو غړى وايي چې د کميسيون د غړيو د کار دوره پاى ته رسېدلې او بلې دورې ته په وړانديز شويو کسانو کې ولسمشرحامد کرزي درې تنه رد کړي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون نهه غړي لري چې د کميسيون د رييس په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ د پنځو کلونو لپاره په دنده ګمارل کيږي.

د افغانستان د بشر د حقونو په خپلواک کميسيون کميشنر مولوي غلام محمد غريب نن ماښام پژواک ته وويل چې د ياد کميسيون د کميشنرانو د کار موده د ليندۍ په لومړۍ نېټه پاى ته رسېدلې ده.

غريب وويل چې د کميسيون مشرې سيما ثمر د بلې دورې لپاره يو ځل بيا ولسمشر حامد کرزي ته اوسني کميشنران پيشنهاد کړل، خو په وينا يې دده په ګډون درې تنه رد شوي دي.
دده د معلوماتو له مخې په رد شويو کسانو کې د کميسيون اوسنى مرستيال حکيم فهيم، او احمد نادر نادري شامل دي.

هغه د ځان او دوو نورو کميشنرانو د ردولو دليل په ګوته نه کړ، خو زياته يې کړه چې کېداى شي يادو کسانو د ولسمشر کرزي پر غوښتنه کار نه وي کړى.

هڅه مو وکړه په دې اړه د حکومت نظر واخلو خو له هڅو سره سره بريالي نشو.

خو په رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې ولسمشر حامد کرزي، د احمد نادر نادري په ګډون د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون درې کميشنران له دندې ګوښه کړي دي.

احمد نادر نادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې له خپلې دندې د ګوښه کېدو معلومات ور رسيدلي دي، خو تر دې مهاله ورته په رسمي توګه  څه ندي ويل شوى.

د نادري او بشر د حقونو د خپلواک کميسيون د دوو نورو غړيو د ګوښه کېدو لامل تراوسه څرګند نه دى.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون د جوړښت، دندو او واکونو د قانون د څلورمې مادې له مخې که چېرې کميشنر په ورسپارل شويو دندو کې پاتې راشي، د کميسيون رازونه بربنډ کړي او يا هم له ياد قانون څخه سرغړونه وکړي نو د مستندو او صريحو دلايلو د شتون په صورت کې له خپلې ګوښه کيږي.

 د ياد قانون د همدې مادې له مخې د کميسيون شپږ غړي چې دوه دريمه برخه يې جوړوي ولسمشر ته د کميشنر د ګوښه کېدو وړانديز کوي چې د ولسمشر تر منظورۍ وروسته له دندې ګوښه کيږي.

خو نادري وايي چې داسې هيڅ قانوني دليل نشته چې دده د ګوښه لامل شي.

ياد کميسيون په دې وروستيو کې يو راپور چمتو کړى چې ځينې سرچينې وايي د دولت ځينې لوړ پوړي چارواکي يې د بشري حقونو پر نقض او اداري فساد کې ښکېل بللي دي.

د ياد راپور جزيات رسنيو ته په واک کې نه دي ورکړل شوي، خو د بشر د حقونو د کميسيون يوه غړي چې غوښتل نوم يې څرګند نشي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې راپور کې په افغانستان کې په تېرو درېيو لسيزو جګړو کې له  بشري حقونود سرغړونکو اوپه جنګي جرمونو کې د ښکېلو کسانو او ډلو نومونه او جرمونه په ډاګه شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې په پام کې وه ياد راپور د نوي زيږديز کال په پيل کې خپور شي، خو دا چې ياد راپور به د ځينو کميشنرانو له ګوښه کېدو وروسته خپور شي کنه هغه يې په اړه څه ونه ويل.

سرچينې زياته کړه که چېرې د ياد راپور له امله د کميسيون غړي له دندې ګوښه شوي وي، نو په دې کار سره به د بشر د حقونو کميسيون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

تردې وړاندې د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كمېسيون پر دولت له دې امله نيوکې کړي، چې د ځينو بشري حقونو د پروګرامونو د عملي کولو او په ځانګړې توګه د انتقالي عدالت د پلي کولو لپاره يې جدي هڅې نه دي کړې.

د انتقالي عدالت په پلي کېدو د بشري حقونو د نقض، جنګي جنايتونو او د بشريت پرضد د جرايم دوسيې څېړل کيږي، چې له مخې ځينو کورنيو او نړيوالو حقوقي بنسټونو يې د افغانستان په تېرو درې لسيزو جګړو کې د بشري  حقونو په نقض کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنې کړي دي.

ددغو کسانو له ډلې نادر نادري هم دى چې په افغانستان کې يې د انتقالي عدالت د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.  

د افغانستان د اساسي قانون د اته پنځوسمې مادې له مخې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كمېسيون كولاى شي د افرادو د اساسي حقونو د نقض موارد، قانوني مربوطو څانګو ته راجع كړي او دهغوي له حقوقو څخه په دفاع كې مرسته وكړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version