پلخمری (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د ژغورنې له ډلې يوه تن، چې د بغلان د نهرين ولسوالۍ د ډبرو د سکرو په کان کې د پاتې مړو په را ايستلو بوخت و، ساه ورکړې ده.
د نهرين ولسوالۍ د چنارک په نوم دغه کان دوه ورځې وړاندې هغه وخت اور واخيست، چې ١١ هغه کان کيندونکي، چې د ډبرو سکرو د را ايستلو لپاره د کان ٤٠٠ متريزې سمڅې ته ننوتې وو، د ګازنيونې له امله ټول مړه شول.
د بغلان والي منشي عبدالمجيد نن (د مرغومي پنځمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په دغه کان کې څلور پاتې مړي هم را و ايستل شول.
د ده په وينا، د اور لګېدنې او د ګازو د زيات خپراوي له امله، د سيمې يو اوسېدونکى هم، چې د مړو د راويستو هڅه يې کوله، ساه ورکړه.
سرچينې زياته کړه، تر دې وړاندې هم د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د مړو د لېږد لپاره سمڅې ته ورننوتى وو، ساه ورکړه او لس نور مسموم شول.
د بغلان والي زياته کړه، چې د بغلان په ولايت کې د هوا ماسکونه نشته، خو د مزارشريف د کود او برق فابريکې په مرسته يې د سمڅې په منځ کې د خلکو د ګټې اخيستنې په موخه درې ماسکه برابر کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ټوليزه توګه د نهرين ولسوالۍ د ډبرو د سکرو په کان کې اور لګېدنې ديارلس تنه وژلي، چې يوولس يې کان کيندونکي او دوه د سيمې اوسېدونکي دي.
د سيمې يوه سړي حاجي احمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((بل کار او مزدوري نشته، له مجبوريته خپل زامن د ډبروسکرو په کان کې بوختوم.))
هغه زياته کړه، څومره سکاره چې د کان کيندونکو له خوا را بهر کېږي، د هغو نيمايي برخه د کارېګرو او نيم نور يې د کان د څښتن دي.
په دغه حال کې د نهرين ولسوالۍ د روغتيايي کلنيک مسؤول ډاکتر محمد ابراهیم پژواک خبري آژانس ته وويل، چې لس تنه د ډبرو د ګاز له امله مسموم شوي وو او تر يوې ورځې درملنې وروسته بېرته رخصت شول.
د يوه بل خبر له مخې، د بغلان د سرې مياشتې رياست له هغو کورنيو سره، چې د ډبرو د سکرو په کان کې يې غړي زيانمن شوي، نغدي مرسته وکړه.
د بغلان د سرې مياشتې رييس حامد نیازي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هر مسموم شوي کس ته پنځه زره افغانۍ او د هغو کورنيو ته چې مړي يې لرل لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د يادونې ده، چې د نهرين ولسوالۍ دوه د ډبرو د سکرو کانونه لري، چې دولت او چارواکو خلکو ته د دغو کانونو د را ايستلو اجازه ورکړې ده.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن