ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغان سوداګرو موټرو ته په تورخم کې د تګ اجازه ورنه کړه

27 Dec 2011 - 17:11
27 Dec 2011 - 17:11

کابل (پژواک ٦مرغومى٩٠): د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې له تېرو دوو اونيو راهيسې د افغان سوداګرو درول شويو موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه؛ خو په تورخم کې بېرته ودرول شول.

دا څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دوهم مرستيال خان جان الکوزي د مرغومې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

پاکستان له تېرو دوو اونيو راهېسې د دې هېواد له کراچۍ څخه تر پېښوره په بېلابېلو سيمو کې د افغان سوداګرو هغه ٥٠٠ موټر درولي و، چې فريزر (يخچال) لري او هګۍ او غوښې يې هېواد ته رالېږدولې.

الکوزي  وويل چې پاکستان دا توکي په دې پلمه درولي و، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته وړل کېږي.

د پاکستان حکومت، وروسته له هغه د ناټو پر اکمالاتي موټرو بنديز ولګاوه، چې شاوخوا څلور اونۍ مخکې د ناټو ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستانيو سرتېرو پر يوه مرکز بريد وکړ او ٢٤ تنه يې ووژل.

الکوزي زياته کړه چې د افغانستان د حکومت او په کابل کې د پاکستان سفارت په ګډو هڅو، پرون ناوخته پاکستان د افغان سوداګرو موټرو ته د تګ اجازه ورکړه.

هغه وويل: ((پرون د پاکستان پوځي حکومت خپل ټولو قطعاتو ته مکتوب لېږلى، چې د افغان سوداګرو موټرو ته د تګ لار خلاصه کړي.))

خو الکوزي وويل، چې نن د تورخم بندر ته د افغان سوداګرو لس په خوراکي توکو بار موټر رسېدلي، چې دوه يې له بندر څخه تېر شوي هم وو؛ خو پاتې ٨ نورو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې افغانستان ته راشي.

هغه وويل: ((نورو رسېدلو موټرو ته خاصه دارانو (قومي ملېشو) ويلي، چې په تورخم کې له پوځي چوڼۍ څخه بايد امر راوړي، کله چې ډريوران امر پسې چوڼۍ ته تللي، هغوى ورته امر نه دى ورکړى.))

خو ده زياته کړه چې د يادې شوې ستونزې د حل په برخه کې، په کابل کې د پاکستان سفير ورته ويلي، چې دا ستونزه به هم په جدي ډول تعقيبوي او همدا نن به يې هواروي.

د ده په وينا، د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو موټرو ته د تګ د اجازې په اعلان سره، په کراچۍ بندر کې افغان سوداګرو د خپلو توکو بارول پيل کړي دي.

تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټينره توکي د ډېر وخت لپاره په کراچۍ بندر کې تم شوي وو؛ خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې پرېښودل شول.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version