ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٢٧ قابله ګانې وروزل شوې

28 Dec 2011 - 16:32
28 Dec 2011 - 16:32

جلال اباد (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د اوو ولايتونو اوسېدونکې ٢٧ قابله ګانې له دوه کلنې روزنيزې دورې وروسته فارغې او د مرغومي په اوومه بري ليکونه ورکړل شول.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا قابله ګانې د کندهار، کابل، اروزګان، لغمان، نورستان، کونړ او کاپيسا ولايتونو اوسېدونکې دي، چې دوه کاله مخکې د کانکور ازموينې له مخې دې زده کړو ته بريالۍ شوې وې.

هغه زياته کړه، چې د ننګرهار ٨٥ سلنه روغتيايي مرکزونه ښځينه ډاکټرانې، نرسانې او قابلې لري؛ خو دا يې هم وويل چې د لرې پرتو سيمو ١٥ سلنه روغتيايي مرکزونه ښځينه کارکوونکې نه لري.

د عامې روغتيا د رييس په وينا، فارغې شوې نجونې به په لومړي ګام کې د خپلو اړوندو ولاياتو په روغتونونو کې جذب شي او که وغواړي په ننګرهار کې کار وکړي، دوى يې ګومارلو ته ژمن دي.

شېرزاد وويل، په ټول ننګرهار کې ٣٠٠ ښځينه قابلې (دايانې) لري، چې په وينا يې له دې پرته ٤٠ تنه نورې هم په زده کړو بوختې دي.

د عامې روغتيا د رييس په وينا، د وزارت د پلان له مخې به يې د راتلونکو ٣ کلونو په بشپړېدو، په هېواد کې د ښځينه قابله ګانو شمېر ٨٠٠٠ تنو ته لوړ شي.

د کونړ ولايت اوسېدونکې پروين نجيبې پژواک ته وويل، چې په دوه کلنو زده کړو کې يې د مور او ماشوم په اړه هر اړخيزه روزنه ترلاسه کړې، چې په خپل کاري بهير کې به ترې ګټه پورته کړي.

د عامې روغتيا په روغتون کې د ولادي او نسايي څانګې مشرې ډاکټر زرمينې حسن پژواک اژانس ته وويل، چې په ٢٠١٠ کال کې د هېواد په کچه د ميندو د مړينې کچه په سلو زرو کې ١٦٠٠ تنه وه، چې دغه کچه په ٢٠١١ کال کې ٣٢٨ پېښو ته راټيټه شوې ده.

زرمينې وويل، خوشاله ده چې ورځ تر بلې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى کمېږي او خلک خپلې لوڼې زده کړو ته کېنوي.

د يادونې وړ ده، چې د دولتي ارګانونو له هلوځلو سره سره، بيا هم د ختيځ په لرې پرتو ولسواليو کې کلينيکونه د ښځينه کارکوونکو له نه شتون سره لاس او ګرېوان دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version