ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د ١٩مخالفينو د مرګ ژوبلې او د ٥٥ نور د نيولو خبر ورکړل شو

31 Dec 2011 - 14:28
31 Dec 2011 - 14:28

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ملي پوليسو له خوا د دولت ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي، څلور ټپي او ٥٥ نور نيول شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتى دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې دغه مرګ ژوبله او نيونه په کونړ، ننګرهار، کاپيسا، بغلان، کندهار، هلمند، لوګر، غزني، خوست او هرات ولايتونو کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د عملياتو پر مهال رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې موده کې په ټوليز ډول ١٨ عمليات  د پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ په دغو ولايتونو کې ترسره شوي او په ترڅ کې يې وسله او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دغو وسلو او مهماتو کې ١٢ ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله ډول ډول وسلې، يو ميل تومانچه، پنځه راکټونه، د پيکا درې ماشيندارې، پنځه کړۍ ماينونه، درې مخابرې، اوه درنې مرمۍ او د ٢٥٠ سپکې مرمۍ شاملې دي.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې ١٢٨٠کيلوګرامه ترياک، ١٦٤ کيلوګرامه چرس، څلور کيلوګرامه هيرويين او پنځه موټرسايکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ د وسايطو ضد څلور کړۍ ماينونه، درې راکټونه، يو ميل دهشکه او يوه مخابره، چې د وسله والو مخالفينو له خوا په کاپيسا، اروزګان، خوست او پکتيا ولايتونو کې د ورانکارو کړنو په موخه ترې کار اخيستل کېده، هم کشف او مهمات د پوليسو له خوا شنډ کړاى شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د کندهار ولايت ملي پوليسو تېره ورځ ١٢٤ کيلوګرامه چرس د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړي دي.

د سرچينې په وينا، دغه توکي په يوه ټونس موټر کې په ځانګړي مهارت ځاى پر ځاى شوي وو او په تړاو يې يو تن نيول شوى هم دى.

د يادونې ده، چې د کورنيو چارو وزارت تېره اونۍ ويلي وو، چې د دولت څلور مخالفين يې په کندهار کې وژلي او د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو په ګډون اته نور په ځينو ولايتونو کې نيول شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version