پلخمري (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د لا ښه امنيت د ټينګښت لپاره ٩٠ سيمه ييز پوليس تر روزنيزې دورې وروسته د بغلان ولايت په پلخمري ښار او دهنه غوري ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شول.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو شويو سيمه ييزو پوليسو تر دوو مياشتو روزنې وروسته نن (د مرغومي ١٢مه) د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د نوموړي په وينا، دغه کسان د پلخمري ښار د ډنډ غوري په سيمو او همدارنګه د دهنه غوري ولسوالۍ په کليو کې ځاى پرځاى کېږي.
شېرزاد زياته کړه چې په دغې روزنيزه دوره کې، مسلکي پروګرامونه او د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ د څرنګوالي په اړه د کورنيو او بهرنيو روزونکو له خوا روزنه ورکړل شوې ده.
سرچينې ټينګار وکړ، چې د دهنه غوري ولسوالۍ لپاره د کورنيو چارو وزارت له خوا د ٣٠٠ سيمه ييزو پوليسو تشکيل منظور شوى دى، چې له يادو شويو ٩٠ کسانو پرته به پاتې کسان هم روزنيزې دورې ترلاسه کړي.
د سيمه ييزو پوليسو يوه فارغ زمريالي پژواک ته وويل: ((په دغه کورس کې مو زده کړه، چې څرنګه له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړو.))
د نوموړي په وينا، له روزنيزې دورې څخه د فراغت او په سيمه کې ترځاى پر ځاى کېدو وروسته د کورنيو چارو وزارت له خوا د مياشتې ٩زره افغانۍ تنخواه ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د بغلان په درېيو ولسواليو، لکه پلخمري، دهنه غوري او مرکزي بغلان کې سيمه ييز پوليس ځاى پرځاى شوي او د نورو امنيتي ځواکونو ترڅنګ د امنيت د ټينګښت لپاره دنده ترسره کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن