کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې که د سولې د پروسې مشري له افغانانو واخيستل شي، نو دوى ته د منلو وړ نه دي.
د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو مسوول محمد اسماعيل قاسميار د مرغومي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، هر هغه اقدام چې په هېواد کې د سولې او پخلاينې لپاره ترسره کېږي، دوى يې هرکلى کوي.
په قطر کې د دفتر پرانېستلو او امريکا سره د خبرو اترو د تاييدولو په اړه د طالبانو د خپرې شوې خبرپاڼې په اړه قاسميار وويل، چې دوى هم د رسنيو له لارې خبر شوي دي.
خو هغه زياته کړه، چې د سولې هر ډول خبرې اترې بايد د افغانانو په مشرۍ ترسره شي؛ خو که د سولې د پروسې مشري له افغانانو واخيستل شي، نو دوى ته د منلو وړ نه دي.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي پژواک اژانس سره په اړيکه کې وويل، چې دوى هم په دې اړه د رسنيو له لارې خبر شوي دي او حکومت به په دې اړه خپل رسمي غبرګون سبا (د مرغومي ١٤مه) څرګند کړي.
په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانېستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي وو؛ خو وسله والو طالبانو د رسنيو له بيا بيا پوښتنو سره سره غبرګون نه ښود.
خو نن له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانېستلو له پاره د ياد شوي هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.
خبرپاڼه وړاندې زياتوي: ((موږ همدا اوس اماده يو چې په داخل کې د خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په شمول له اړونده لوريو سره ابتدايي تفاهم هم کړی دی.))
دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، په ګوانتانامو کې د افغان زندانيانو په اړه ويل شوي، چې د همدې تفاهم په لړ کې يې د تبادلې په صورت کې د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو بنديانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.
وسله والو طالبانو په داسې حال کې په قطر کې د دفتر پرانېستلو او امريکا سره خبرې اترې تاييد کړې دي، چې دوى پخوا بار بار ويلي وو، چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دوى په هېڅ ډول خبرو اترو کې ګډون نه کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن