ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا غواړي درې مهم طالب چارواکي له ګوانتانامو څخه خوشې کړي

4 Jan 2012 - 14:00
4 Jan 2012 - 14:00

کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): وروسته له هغه چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانيستلو ته لېوالتيا وښوده، امريکا په دې رضا شوې، چې له ګوانتانامو څخه يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي.

بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين د مرغومي په ١٤مه، د امريکايي دولتي سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې امريکا غواړي له ګوانتانامو څخه طالب بنديان ملا خيرالله خيرخواه، نورالله نوري او ملا فضل اخوند خوشې کړي.

ملا خيرالله خواه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو د وزير، نورالله نوري د شمال په يوه ولايت کې د والي په توګه او ملا فضل د جنګي قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.

بريتانوۍ ورځپاڼې ليکلي، چې د طالبانو او امريکا تر منځ په ترسره شويو خبرو اترو کې طالبانو ډېر فشار د ملا فضل اخوند په خوشې کولو اچولى و.

خو سرچينې زياته کړې، امريکا غواړي، چې ملا فضل اخوند قطر او يا بل کوم درېيم هېواد ته وسپاري.

خو تر اوسه د امريکا حکومت په دې اړه کوم رسمي نظر نه دى ورکړى.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال چارواکى او د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، چې ياد درې کسان د طالبانو د تحريک د پيل له مهمو کسانو څخه دي، چې تر وروستيو پورې يې د دغه تحريک په لاره کې مهم رول لوبولى و.

هغه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې ملا خيرالله خيرخواه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د يوې لنډې مودې لپاره د وياند په توګه، ورپسې دکورنيو چارو د وزير او د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو پر مهال د هرات د والي او تنظيمه رييس په توګه دنده ترسره کوله.

د حقيار په وينا، د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو شاوخوا دوه مياشتې وروسته ملا فضل اخوند او ملامنان نيازى په کوېټه کې په خپل موټر کې روان وو، چې د پاکستاني استخباراتو له خوا يې موټر ودرول شو، نيازى ترې وتښتېد، خو ملا خيرخواه يې ونيو او بيا يې امريکا ته وسپاره.

نوموړى وايي، چې په ګوانتانامو کې به امريکا له خيرخواه غوښتي وي، چې له خوشې کولو وروسته به د سولې په پروسه کې له امريکا سره په خبرو اترو کې مرسته کوي.

د حقيار د معلوماتو له مخې، ملا نورالله نوري د زابل د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د لغمان، بغلان او بلخ ولايتونو د والي او د شمال د تنظيمه رييس په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

د هغه په وينا، ملا نوري د ښه سياسي بصيرت لرلو ترڅنګ د طالبانو پياوړى جنګي قوماندان هم و.

حسن حقيار وايي، چې ملا خيرخواه د اروزګان ولايت اوسېدونکى دى، د طالبانو پياوړى جنګي قوماندان و او وروسته يې بيا د طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت د لوى درستيز په توګه يې دنده ترسره کوله.

نوموړى زياتوي، چې ملا خيرخواه په شمال کې د طالبانو د جنګي قوماندان په توګه مهم رول ترسره کړى او د جګړې لومړۍ ليکه يې ساتلې وه.

هغه وويل، چې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو پر مهال ملا فاضل او ملا نورالله نوري له جنرال دوستم سره پروتوکول لاسليک کړ، چې له شمال څخه به ټول طالبان په خوندي توګه خپلو سيمو ته رسوي.

خو حقيار وايي، چې جنرال دوستم له دغه پروتوکول څخه سرغړونه وکړه، ملا فاضل او ملا نوري يې امريکايانو ته وسپارل.

د نوموړي په وينا، ياد درې کسان د طالبانو له مهمو کسانو څخه دي او طالبان غواړي دغه کسان هم له ځان سره، له امريکا سره په خبرو کې، شريک کړي.

د يادونې وړ ده، چې پرون طالبانو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په قطر کې د افهام او تفهيم په موخه له دفتر پرانيستلو سره موافقه وښوده.

په دې خبرپاڼه کې طالبانو د تبادلې په صورت کې د خپلو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

خو اوس مهال يواځې د بوي برګډال Bowe Bergdahl په نوم يو ٢٥ کلن امريکايي سرتېرى له ځان سره د بندي په توګه لري.

نوموړى د ٢٠٠٩ زېږديز کال په جون مياشت کې په پکتيکا ولايت کې د طالبانو له خوا نيول شوى و، خو دا معلومه نه ده، چې دغه بندي به طالبان د معاملې په صورت کې خوشى کړي او کنه.

په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د پټو خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي وو؛ خو وسله والو طالبانو د رسنيو له بيا بيا پوښتنو سره سره غبرګون نه ښود.

خو پرون وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانيستلو لپاره د ياد هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.

خبرپاڼه وړاندې زياتوي: ((موږ همدا اوس اماده يو چې په داخل کې د خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په شمول له اړوند لوريو سره ابتدايي تفاهم هم کړی دی.))

امريکا هم په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو هرکلى کړى، دغه راز د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هم په قطر کې د طالبانو له دفتر پرانيستلو سره خپله موافقه ښودلې ده.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version