کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): د امريکا متحدو ايالتونو په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو هرکلى وکړ او دايې د سولې په لاره کې يو مثبت پرمختګ وباله.
طالبانو پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانيستلو لپاره د ياد هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني تېره شپه د خبري غونډې پر مهال و ويل، چې حکومت يې د دغه اقدام هرکلى کوي.
هغه زياته کړه، چې د دغه دفتر له پرانيستل کېدو سره به دا زمينه برابره شي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې پر مخ بوتلل شي.
کارني وايي: ((موږ د هر هغه اقدام هرکلى کوو، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د روانې پروسې لپاره ګټور ثابت شي.))
خو د سپينې ماڼۍ وياند و ويل، چې د پخلاينې لپاره جوړ شوي معيارونه او شرطونه نه دي بدل شوي، هغه خلک چې غواړي له دې پروسې سره يوځاى شي او وسله کېږدي، بايد افغان دولت او امريکا ته د منلو وړ وي.
نوموړى وايي، چې ولسمشر بارک اوباما تېر کال په ډاګه کړې وه، چې په افغانستان کې سوله له سياسي موافقې پرته نه شي راتلاى او امريکا د سولې د هر هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ ترسره کېږي.
جاى کارني يو ځل بيا د سولې لپاره پخواني شرطونه را تازه کړل او زياته يې کړه، چې له دې پروسې سره يو ځاى کېدونکي بايد له القاعدې سره خپلې اړيکې وشلوي، له تاوتريخوالي لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ومني او بشري حقوقو ته دې درناوى ولري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل د سولې د پرمختګ په لاره کې يو مهم ګام بللى دى.
په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د پټو خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي وو؛ خو وسله والو طالبانو د رسنيو له بيا بيا پوښتنو سره سره غبرګون نه ښود.
خو پرون وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانيستلو لپاره د ياد شوي هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.
خبرپاڼه وړاندې زياتوي: ((موږ همدا اوس اماده يو چې په داخل کې د خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په شمول له اړوند لورو سره ابتدايي تفاهم هم کړی دی.))
دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، په ګوانتانامو کې د افغان زندانيانو په اړه ويل شوي، چې د همدغه تفاهم په لړ کې يې د تبادلې په صورت کې د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو بنديانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.
وسله والو طالبانو په داسې حال کې په قطر کې د دفتر پرانيستلو او له امريکا سره خبرې اترې تاييد کړې دي، چې دوى پخوا بار بار ويلي وو، چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دوى په هېڅ ډول خبرو اترو کې ګډون نه کوي.
د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هم په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانيستلو سره خپله موافقه ښودلې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن