کابل ( پژواک ١٥ مرغومى ٩٠ ) : د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست ددولت د دوو وسلوالو مخالفينو د وژلو ، د ٩ نورو د نيولو او د وسلو او مهماتو د دوو زېرمو د کشف کولو خبر ورکړ.
په هغه خبرپاڼه کې، چې نن د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، راغلي ، چې ملي پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لغمان ، جوزجان ، اروزګان او هرات ولايتونو کې د څو عملياتو په پايله کې دوه وسلوال مخالفين وژلي او پنځه نور يې نيولي دي .
سرچينې زياته کړې ده ، چې دغه عمليات د ملي اردو او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې پنځه ميله کلاشينکوفونه ، يوه تومانچه ، درې ميله ډول ډول وسله ، ١٠ لاسي بمونه او ماينونه ، ٢٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايترېت، ٧٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، دوه مخابرې او پنځه موټر او موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.
همدارنګه د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې ددې رياست مؤظفينو په کندهار ولايت کې د تخريبي اعمالو په تړاو څلور تنه نيولي دي.
د ملي امنيت د لوى رياست په خبرپاڼه کې د نيول شويو کسانو نومونه داوودشاه ، نعمت الله ، عبدالصمد چې په ملاناني مشهور دى او فضل محمد د کندهار ښار اوسېدونکي بلل شوي او يادونه شوې ده ، چې دغو کسانو په ورانکارو کړنو او د خلکو په ترور کې لاس درلود.
د سرچينې په وينا ، له نيول شويو کسانوڅخه څلور ميله کلاشينکوفونه، ١٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، درې ريموټ کنټرول او د بېلابېلو وسلو لسګونه مرمۍ ترلاسه شوي او هغوى منلې ده ، چې په کندهار ښار کې يې په بېلابېلو ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود.
د ملي امنيت رياست د راکټ د څلورو مرميو، د پرسونل ضد د درېيو ماينونو، د هاوان د شپږو مرميو، د ٨٢ ملي متري توپ د يوې مرمۍ او يوې مخابرې د ترلاسه کولو خبر هم ورکړ، چې په ميدان وردګو ولايت کې د ورانکاريو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو.
همدارنګه دغه رياست وايي چې د هرات – تورغونډۍ پر لويه لاره يې له يوه پټنځاى څخه د ٧٦ ملي متري توپ ٢١ مرمۍ، د ډي سي توپ اوه مرمۍ، درې لاسي بمونه ، د پرسونل ضد يو کړۍ ماين او د دهشکې سلګونه مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن