ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه

پلخمري (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د بغلان ولايت پوليسو هغه نجلۍ له تښتوونکو خوشې کړه، چې يوه مياشت مخکې په جوزجان ولايت کې تښتول شوې وه او يوه بله تښتېدلې نجلۍ يې هم نيولې ده.

 د بغلان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سید زمان الدین حسیني پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې نن (د مرغومي ١٧مه) يوه تښتول شوې نجلۍ د پلخمري ښار په چلزي سيمه کې خوشې کړاى شوې ده.

 د ده په وينا، دغه نجلۍ چې د ښوونځې د لسم ټولګي زده کونکې او ١٦ کلنه ده، يوه مياشت وړاندې د جوزجان په شبرغان ښار کې د درېيو تنو له خوا تښتول شوې وه.

 حسينى زياته کړه، چې دغه نجلۍ له تښتولو وروسته يوه تښتوونکي په زور ځان ته په نکاح کړې وه او خپل ژوند يې ورسره کاوه.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه درې تنه د بغلان د پوليسو له خوا نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

 د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې نجلۍ نغمې پژواک ته و ويل: ((يوه مياشت وړاندې کله چې ښوونځې ته تللم، درې تنو په زور يوه سراچه ډوله موټر ته واچولم.))

 د هغې په وينا، چې د تښتوونکو له خوا بېهوښه شوه او کله چې په هوښ راغله ګوري، چې د پلخمري په ښار کې ده.

 هغې ومنله چې له دغو درېيو کسانو څخه يوه يې په زور له دې سره واده کړى، خو په اړه يې ډېر معلومات ور نه کړل.

 په همدې حال کې د بغلان پوليسو يوه نږدې شل کلنه ښځه، چې له يوه سړي سره د تېښتې په حال کې وه، نيولې ده.

 د بغلان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پژواک ته و ويل، چې دا مېرمنه د خپل پلار له لوري يوه سپين ږيري سړي ته نکاح شوې وه، خو نوموړې له دغه واده خوشاله نه وه؛ ځکه يې نو له يوه بل سړي سره تېښته کوله او پلخمري ښار په شرق سيمه کې ونيول شوه.

 د ده په وينا ، دغو دواړو، ښځې او سړي د نيول کېدو په وخت کې چادرۍ پر سر کړې وې.

 حسينى و ويل، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم يوه ١٥ کلنه ناوې د پلخمري ښار په لومړۍ حوزه کې د خپل خاوند د کور په تشناب کې تر شپږ مياشتو بند وروسته خوشې کړاى شوه او د بند په تور يې خوسر ونيول شو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version