کندهار(پژواک١٧مرغومى٩٠): د کندهار والي وايي، چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه د قانوني کښت د حاصلاتو لپاره په کور دننه او بهر ډاډمن مارکېټ ته اړتيا ده.
د کندهار والي توريالى ويسا ، دغه څرګندونې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له وزير ضرار احمد مقبل او د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معين ډګر جنرال باز محمد احمدي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل او د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې د څانګې معين ډګر جنرال باز محمد احمدي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له استازو سره په ګډه نن کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې د کندهار له والي سره د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه تر ليدنې وروسته د ولايت مقام د ر سنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ډاکټر توريالي ويسا په دې خبري غونډه کې وويل، چې د ترياکو کښت د کروندګرو اقتصادي مجبوريت دى، که د هغوى د قانوني کښت د حاصلاتو لپاره په کور دننه او بهر منظم او ډاډمن مارکېټ وموندل شي، نو هغوى به د نشه يي توکو کرلو ته زړه ښه نه کړي.
هغه زياته کړه، د نشه يي توکو د کر يو بل لامل دا هم دى، چې کليوالي سيمې برېښنا او اوبه نه لري، او کچيرته د ده په وينا دغو سيمو ته برېښنا او اوبه ورسيږي، نو هغلته به د کرنې په برخه کې واړه او لوى صنعتونه رامنځته شي او د کروندګرو اقتصاد به ورسره ښه شي.
د نوموړي په وينا، خلک ځکه په خپلو ځمکو کوکنار کري، چې پلورونکي يې د کور په دروازه کې ترې رانيسي او کروندګر اړ نه دي، چې د پلورلو لپاره يې پر ځان ستونزې ومني.
ده وويل، د کندهار ولايت اداره د نورو کلونو په پرتله په پراخه کچه ژمنه ده، چې د ترياکو د کر مخنيوى به کوي او له کرونکو سره به يې قانوني چلند کوي.
هغه دغه راز زياته کړه، چې سږ کال په يو شمېر ولسواليو کې د امريکا د سفارت د نشه يي توکو د مخنيوي د څانګې له خوا له کروندګرو سره د بېړنيو مرستو لړۍ پيل شوې، خو غوښتنه يې وکړه، چې په دې مرستو کې دې کرنيزې ماشينرۍ هم شامله شي او بڼه دې يې پراخه شي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وويل، چې کندهار ته يې د دې ولايت د والي د هغو اندېښنو له امله سفر کړى، چې د نشه يي توکو د کر او د معتادينو په برخه کې يې لرلې.
هغه زياته کړه، سږ کال په کندهار کې د کورنيو او بهرنيو امنيتي ارګانونو په مرسته پراخې هلې ځلې پيل شوې، چې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته ټيټه شي.
دى وايي، د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې يوازې د کوکنارو د کښتونو کروندې له منځه وړل ګټور نه دي، بلکې په دې لاره کې له بېلابېلو زاويو له نورو لارو چارو هم کار واخيستل شي.
هغه په دې لړ کې، د فوډ زون د پروګرام يادونه وکړه، چې د امريکا د متحده ايالاتو په مرسته به يې کا رډير ژر پيل شي.
مقبل، په کندهار او هلمند ولايتونو کې د معتادينو د شمېر د زياتوالي خبره هم وکړه او ويې ويل، چې په دې ولايتونو کې ځکه معتادين زيات دي، چې دغلته د نشه يي توکو کرنه پراخه ده او په اسانۍ تر لاسه کېږي.
د ده په خبره، په هلمند ولايت کې د نشه يانو د درملنې مرکز پرانيزي، چې وروسته به په ورته توګه په کندهار کې هم پرانيستل شي، خو د هغوى هڅه دا ده، چې د نشه يانو درملنه د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدماتو يوه برخه شي.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين ډګر جنرال باز محمد احمدي هم وويل، چې د وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس يې په ولايتونو کې له واليانو سره په ګډه د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې کار کوي.
هغه زياته کړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزارت په څېر جدي دي، تر څو هم د کوکنارو د کرلو مخنيوى وکړي او هم يې قاچاق کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
په کندهار ولايت کې داسې مهال د ترياکو د مخنيوي په موخه د جدي هلو ځلو خبرې کېږي، چې سږ کال په دې ولايت کې د کوکنارو تر کرلو وړاندې د هغو د مخينوي کمپياين پيل شوي او په ډېرو سيمو کې خلکو ته خبر دارى ورکړل شوى، چې په خپلو ځمکو کوکنار و نه کري.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن