ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې د ژورنالېستانو لپاره اونيز ورکشاپ پاى ته ورسېد

7 Jan 2012 - 17:34
7 Jan 2012 - 17:34

کلات (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د لومړي ځل لپاره د زابل په مرکز کلات ښار کې د سیمه ییزو رسنیو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنیز ورکشاپ چې یوه اونۍ یې دوام درلود، نن پای ته ورسېد.  

د دې ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس بسم الله لودین د مرغومي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د ولایتي بیارغونې ډلې په مالي لګښت د بست فرهنګي بنسټ له لوري بشپړ شو.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ورکشاپ کې د زابل په مرکز کلات کې د دوو ښځینه خبریالانو په ګډون اتلسو تنو، چې د بېلابېلو رسنیو کارکوونکي دي، روزنه ترلاسه کړه.

د ده په خبره، په زابل ولایت کې ژورنالېستان د خپلو مسلکي کارونو د پرمخ بېولو لپاره دارنګه روزنې ته سخته اړتیا لري، ځکه تر دې مهاله دوى کافي روزنه نه ده ترلاسه کړې.

لودين زیاته کړه، چې دوى د ولایتي بیارغونې ډلې ته د دا ډول نورو روزنیزو ورکشاپونو د جوړولو په اړه هم وړانديزونه کړي او په نږدې راتلونکي کې به د چاپي رسنیو د ډیزاین په برخه کې هم یو پروګرام پيل شي.

د دغه ورکشاپ يوه ګډونوال په زابل کې د ازادۍ غږ راډیو خبریال نجیب الله، پژواک اژانس ته وویل چې د وخت له لږوالي سره سره، دوى ته د خبر، تفصیلي رپوټ، مرکې، څېړنیز رپوټ او نورو ضروري برخو په اړه معلومات ورکړل شول.

هغه زیاته کړه چې د دې ترڅنګ ورته د ژورنالېستیکو اصولو، اخلاقو او مسوولیتونو په اړه هم ګټور معلومات ورکړل شول، چې په راتلونکي کې به د دوى پر کار ښه اغېزه وکړي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي باید دولتي چارواکو ته هم له ژورنالېستانو سره د اړیکو او د ژورنالېزم د اهمیت په اړه ورکشاپونه جوړ شي.

دا لومړی ځل دی، چې په زابل کې د سیمه ییزو رسنیو د کارکوونکو لپاره دارنګه پروګرام جوړېږي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version