خوست ښار (پژواک ١٨ مرغومي٩٠): په خوست ښار کې ديوه ځانمرګي بريد له امله يو ماشوم او په خپله ځانمرګى بريد کوونکى ووژل شو.
د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي د مرغومي په ١٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د خوست ښار په شهيدعارف الله څلورلارې کې يو ځانمرګى بريدکوونکى خپلې موخې ته له رسېدو مخکې وچاودېد.
د هغه په وينا، په چاودنه کې د ځانمرګي بريد کوونکي په ګډون يو اته کلن ماشوم هم وژل شوى دى.
نوموړي وويل، چې ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل چې د عارف الله په څلورلارې کې د پوليسو د تالاشۍ په غرفه بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې وچاودېد.
د ظفرګل په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې هغه د ماښام لمانځه ته روان و، چې يو ناڅاپه چاودنه رامنځ ته شوه.
د ده په خبره، چې له چاودنې وروسته يې وليدل،چې پر سړک دوه جسدونه پراته و او نور يې په اړه معلومات نه درلودل.
خو د خوست د عامې روغتيا رياست سرپرست ډاکټر هدايت الله حميدي وايي، چې د خوست ملکي روغتون ته د چاودنې له سيمې څخه دوه جسدونه او يو ټپي راوړل شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شويو کې يو ماشوم او بل سړى دى، چې نيم جسد يې نشته.
نوموړي د ټپي شوي تن روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن