کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): د اندونيزيا پوليسو د ٧٧ افغان کډوالو د نيولو خبر ورکړى، چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته تللي وو.
د انتارا په نوم د اندونيزيا يوې خبري رسنۍ د مرغومي په ٢٠مه خبر ورکړ، چې ياد شوي افغان کډوال د تېرې يکشنبې په ورځ د اندونيزيا پلازمېنې ته نږدې په سيکاميک سيمې کې پر لويه لاره د تلاشۍ پر مهال د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه غيرقانوني افغان کډوال له نيولو وروسته په کاروانګ ښار کې د کډوالۍ د چارو دفتر ته د پوښتنو په موخه سپارل شوي دي.
د ياد دفتر وياند ټيټو انډريانو انتارا اژانس ته ويلي، چې نيول شوو افغان کډوالو غوښتل په غير قانوني توګه ځانونه اسټراليا ته ورسوي.
سرچينې زياته کړې، چې دغو کسانو غوښتل له جکارتا څخه لومړى د ختيځ جاوا ټاپو د سورابيا له سيمې د کښتيو په وسيله اسټراليا ته ولاړ شي.
بلخوا د سيمې ځينو امنيتي سرچينو ويلي، چې ١٧ نور افغانان له پوليسو څخه په تېښته بريالي شوي دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ګډون د ګڼ شمېر اسيايي غريبو هېوادونو اوسېدونکي غواړي، په غير قانوني توګه د اندونيزيا له لارې اسټراليا ته ولاړ شي او هلته سياسي پناه او يا د مهاجرت اسانتيا ترلاسه کړي.
تېره مياشت د اندونيزيا په ختيځ جاوا ټاپو کې د همدغو غير قانوني کډوالو د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ٩٥ تنه مړه او شاوخوا ١٠٠ نور نادرکه شوي وو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې و ويل، چې په دې پېښه کې درې افغانان مړه او ١٩ نور ژغورل شوي دي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن