ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې دوه تاريخي ابدې ورغول شوې

10 Jan 2012 - 16:40
10 Jan 2012 - 16:40

غزني ښار (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): ديو لړ مراسمو په ترڅ کې په غزني کې د درېيو لرغونو ابدو د رغولو چارې رسماً پاى ته ورسېدې.

 له هغو ٣٢ لرغونو ځايونو او ابدو څخه، چې تر ٢٠١٣کال پورې يې د رغونې پرېکړه شوې، نن (د مرغومي ٢٠مه) يې د درېيو د رغونې چارې بشپړې او له کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري پرانيستل شوې.

 په دغه پلاوي کې په کابل کې د ايران پر سفير فدا حسين مالکي سربېره، سلاکار وزير يوسف پښتون او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار سيد مصدق خليلي شامل و، چې د لرغونو ابدو د پرانيستلو په تړاو په جوړه شوې خبري غونډه کې يې ګډون درلود.

 د غزني والي موسي خان اکبرزاده په ياده خبري ناسته کې وويل، چې تر ٢٠١٣ زېږديز کال پورې به غزني د اسلامي هېوادونو د کلتور او تمدن د پلازمېنې په توګه د اسلامي هېوادونو د پلاوي کوربه توب ته په بشپړه توګه تيار شي.

 هغه زياته کړه، چې په غزني کې د لرغونو ابدو او تاريخي ځايونو د رغونې چارې چټکې شوې او دغه راز په ٢٠١٢ کال کې به ډېرې نورې پراختيايي پروژې هم پيل شي.

 نن د دغه پلاوي له لوري د شامير پالېزوان، شېخ ويردکي او خواجه لايخوار د زيارتونو ودانۍ له يو کلن کار او رغونې وروسته پرانيستل شوې.

 په غوڼده کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار مصدق خليلي وويل، چې تر دغه مهاله له ٣٢ پروژو څخه يې څلور پخوا بشپړې شوې وې او درې يې نن پرانيستل شوې.

 د ده په وينا، ١٦ نورې، چې کار پرې روان دى، د نوي کال تر وروستيو پورې به بشپړې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو ٣٢ لرغونو ابدو لپاره د حکومت له بوديجې ٢،٥ ميليونه ډالر ځانګړي شوي وو، چې پر هره ابده يې د رغونې د اړتيا په اندازه پيسې لګول شوې دي.

 دغه راز په افغانستان کې د ايران سفير ډاکتر فدا حسين مالکي په غزني کې د نورو لرغونو ابدو د رغونې ژمنه هم وکړه.

 د هغه په وينا، ايران له افغانستان سره له پخوا راهيسې کلتوري اړيکې لري او دا يې فرض دى، چې د ٢٠١٣ کال لپاره د تياري په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

 مالکي زياته کړه، چې اوه کاله مخکې د ايران د اصفهان ښار د اسلامي هېوادونو د کلتور او تمدن پلازمېنه نومول شوى و، چې د هماغه تجربو له مخې به ايرانيان د تاريخي ځايونو د رغونې په برخه کې فني او تخنيکي مرسته هم ونه سپموي.

 غزني د ٢٠٠٧ کال په سپمتبر کې د اسلامي هېوادونو د کلتور د وزيرانو په غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي فرهنګ او تمدن د پلازمېنې په نوم ونومول شو.

 کتوونکي په تېره پنځه کلنه موده کې د ټکني کار پړه پر حکومتي چارواکو اچوي.

 د سيمې يو کارپوه عبدالباقي هيله من غزنوي وايي، چې ٢٠١٣ کال د غزني د رغونې لپاره يو زرين چانس دى، خو چارواکو په دې برخه کې لازم کارونه نه دي ترسره کړي.

 نوموړي زياته کړه: ((په حکومت کې کاغذ پراني او اداري فساد کار ځنډنى کړى، کنه په تېرو پنځو کلونو کې د غزني ښار نوى ماسټر پلان هم پلى کېداى شواى.))

 په پام کې ده، چې د غزني د لرغوني بالاحصار او د غزني د کلا رغونه په نوي لمريز کال کې د جرمني د اخن پوهنتون په دوه ميليونه يورو مالي مرسته پيل شي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version