کابل (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠): د امريکا پوځ وايي، چې د هغې ويډيو په اړه پلټنه کوي، چې په کې څلور امريکايي سرتېري د وژل شويو طالبانو جسدونو ته د سپکاوي پر مهال ښودل شوي دي.
دغه ويډيو، چې پرون د انټرنيټ په يوټيوب پاڼه کې خپره شوې، په کې ښودل شوي، چې څلور امريکايي بحري (ميرين) سرتېري په افغانستان کې د درېيو وژل شويو افغانانو، چې ډېر ګومان کېږي طالبان دي، پر مړو متيازې کوي.
که څه هم تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې دا پېښه به کله او په کوم ځاى کې رامنځته شوې وي او نه هم تر اوسه د دې پخلى شوى، چې ګوندې دا ويډيو دې اصلي وي، خو بايد وويل شي، چې د امريکا ډېرى بحري سرتېري په هلمند ولايت کې مېشت دي.
په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت د پنټګان اړوند د بحري ځواکونو د عامه اړيکو دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دوى په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
سرچينې زياته کړې: ((په دې ويډيو کې چې کومې صحنې ښودل شوې دي، دا زموږ د سرتېرو له شخصيت او حيثيت سره سر نه خوري.))
د امريکا د بحري ځواکونو قومانداني ويلي، چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړې او هڅه کوي، د هغو کسانو د هويت په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې په دې ويډيو کې مړو ته د سپکاوي پر مهال ښودل شوي دي.
بلخوا د دې ويډيو له خپرېدو وروسته په امريکا کې د امريکا د اسلامي شورا (اسلاميک امريکن کونسل) له خوا دفاع وزارت ته په يوه ليک کې د دې پېښې غندنه شوې ده.
سرچينې زياته کړې: ((داسې شرموونکى او غير اخلاقي کار نه يواځې زموږ د پوځي قوانينو، بلکې د نړيوالو جنګي قوانينو خلاف هم دى.))
د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د امريکايي ځواکونو له خوا په عراق او افغانستان کې مړو ته د سپکاوي ګڼ شمېر انځورونه او ويډيوګانې خپرې شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن