ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قيصار ولسوال د طالبانو له يوه بريده روغ ووت

12 Jan 2012 - 14:33
12 Jan 2012 - 14:33

ميمنه (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠): د فارياب ولايت د قيصار ولسوال د طالبانو له يوه کمين څخه روغ ووت.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال سيداحمد سامع نن (د مرغومي ٢٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام رامنځته شوه.

هغه زياته کړه،پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د قيصار د ولسوال محمدصديق موټر د چهلګزي د کلي پر خلکو د مرستو له وېش وروسته د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره و.

سامع زياته کړه، چې ولسوال له دغه کمين څخه روغ وتلى او د هغه ساتونکو ته هم کوم زيان نه دى اوښتى.

د قيصار ولسوال محمدصديق حميد پژواک خبري اژانس ته وويل: “کله چې د مرستو له وېشلو وروسته مرکز ته تلو، موږ له درېيو لورو تر بريد لاندې راغلو او ساتونکو مو هم ورسره نښته پيل کړه.”

د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو د سيمې له باغونو په دوى بريد وکړ، خو د دوى يوه ساتونکي ته هم زيان نه دى اوښتى.

همدارنګه وسلوال طالبان ادعا کوي، چې په قيصار ولسوالۍ کې يې له پوليسو سره په نښته کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند قارى يوسف احمدى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي او د دوو قوماندانانو په ګډون ٩ نور ټپيان شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version