ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خيبر پښتونخوا کې پر دولتي ودانۍ ډله ييز بريد وشو

14 Jan 2012 - 18:13
14 Jan 2012 - 18:13

اسلام اباد (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٠): د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت پر دولتي ودانۍ ډله ييز ځانمرګي بريد کې بريد کوونکو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 دغه بريد نن د مرغومي په ٢٤مه، له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د خيبر پښتونخوا ايالت په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د پوليسو د سيمه ييز قوماندان (ډي پي او) پر دفتر شوى دى.

 د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د بريد کوونکو شمېر درې تنه او د پوليسو يونيفارم يې اغوستي وو.

 هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې يو شمېر پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو په ځوابي عملياتو کې درې واړه بريد کوونکي وژل شوي دي.

 د خيبر پښتونخوا ايالت د پوليس مشر اکبر هوتي وايي، پوليسو وکولى شول چې له ودانۍ څخه د پوليسو ځايي مشر له درېيو نورو قوماندانانو سره په خوندي توګه وباسي.

 د نوموړي په وينا، په دې نښته کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو کره شمېره يې ونه ښوده.

 د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د نښتې پر مهال د شپږو درنو چاودنو غږونه يې هم اورېدلي دي.

 د نصير اعظم محسود په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې له چاودنو سره تر يوه ساعته پورې په سيمه کې ډزې هم روانې وې.

 دى وايي چې د ډېره اسماعيل خان روغتون ته د څلورو کسانو مړي وړل شوي، چې د پوليسو په جامو کې دي؛ خو دا نه ده معلومه چې بريد کوونکي دي که پوليس.

 بل خوا ځينې امنيتي سرچينې وايي، چې د بريد کوونکو شمېر شپږ تنه وو او د چاودنو ترڅنګ يې هم ډزې هم کړې دي.

 د ډيره اسماعيل خان د روغتون يوه کارکوونکي ډاکټر سليم الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې د ٤ کسانو مړي او ٩ ټپيان روغتون ته راوړل شوي دي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version