ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ورانکارو کړنو په تور ٧ تنه ونيول شول

15 Jan 2012 - 18:16
15 Jan 2012 - 18:16

هرات ښار (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): اووه کسان د ورانکارو کړنو او جعل په تور د هرات ولايت په مرکز او ولسواليو کې ونيول شول.

 هغه خبرپاڼه، چې نن (د مرغومي ٢٥مه) د هرات د ملي امنيت رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي، چې ياد شوي کسان د څلورو عملياتو په ترڅ کې له ادرسکن، شينډنډ ولسواليو او د هرات له مرکز څخه نيول شوي دي.

 د خبرپاڼې په حواله، د اوو تنو له ډلې څخه درې کسان په شينډنډ، ادرسکن او فارسي ولسواليو کې د مخابراتي شرکتونو د انتنونو  په سوځولو کې ښکېل وو.

 سرچينې ليکلي دي، چې يادو شويو درېيو کسانو تراوسه د افغان بيسيم، روشن او اتصالاتو د مخابراتي شرکتونو انتنونه سوځولي او د دې کار د بيا بيا ترسره کولو هوډ يې درلود، چې له وسلو سره د ادرسکن  له ولسوالۍ څخه نيول شوي دي.

 خبرپاڼې زياته کړې ده، چې د دې کسانو له ډلې څخه دوه تنه يې د وسله والو مخالفينو کسان وو، چې د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته يې لاره پيدا کړې وه.

 د سرچينې په وينا، له دې کسانو څخه اسناد هم ترلاسه شوي دي.

 خو د هرات د پوليسو چارواکو، له پژواک سره په خبرو کې په دې اړه څه ونه ويل.

 د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو تن يې په شينډنډ ولسوالۍ کې د نجونو په لېسه کې د ماين اېښودلو پرمهال هم نيولى دى.

 د سرچينې په وينا، يو تن چې د جعلي پيسو د وېشلو هوډ يې درلود، له ٤٦ زرګيز افغاني بانکنوټونو سره يې له هرات ښار څخه نيولي دى.

 خبرپاڼه ليکي، چې له دې کسانو څخه وسلې، لاسې بمونه، ماينونه او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

 سرچينې د دې کسانو د نيولو کره شمېره نه ده ښودلې، خو يواځې دومره يې ويلي، چې هغوى ټول په څلورو بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې د يوې نامسوولې وسله والې ډلې د يوه سرګروپ په ګډون پنځه تنه، د ورانکارو کړنو او انسان تښتونې په تور نيول شوي وو.

 

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version