ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى

15 Jan 2012 - 12:49
15 Jan 2012 - 12:49

ترينکوټ (پژواک ٢٥ مرغومی ٩٠): د اروزګان د ښځو چارو رياست وايي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى او يواځې سږ کال د ولايت په مرکز کې په دې اړه له ٦٠ زياتې قضيې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو رييسې رڼا سميع وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي، خو د امنيتي ستونزو او امکاناتو د نه شتون له امله يې په اړه کره شمېرې نه لري.

هغې زياته کړه، په روان لمريز کال کې يې په ترينکوټ ښار کې له ٦٠ زياتې د تاوتريخوالي قضيې ثبت کړې، چې له دې ډلې يې يواځې ٣٠ هغه پېښې دي، چې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې دي.

د ښځو چارو رييسه وايي، چې په دغو قضيو کې ښځې په بدو کې ورکول، نجونې په کوچني عمر ودول، له مهر او ميراث څخه ښځې محرومول، د خاوند، خواښې او لېورونو له خوا وهل ډبول شامل دي.

رڼا سميع د بېلګې په توګه وويل، چې څو مياشتې مخکې په ترينکوټ ښار کې د ګل چهرې په نوم يوه مېرمن د خاوند له خوا په تومانچه ويشتل شوې وه او اوس فلج شوې، نه شي کولاى چې وګرځي.

هغه وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ناوړه دودونو د مخنيوي او د ښځو د ستونزو د هوارۍ په موخه يې يوه کمېسيون جوړ کړى دى.

نوموړې زياتوي: ((کومې مېرمنې چې د کورنۍ له خوا وهل کېږي، بيا موږ ته مراجعه کوي، دا ډول ستونزو ته د حل لاره پيدا کولى شو، خو په لرو پرتو سيمو کې د ښځو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي، د امنيتي ستونزو له امله نه شو کولى، چې د دغو سيمو د ښځو ستونزې هوارې کړو.))

د رڼا سميع په وينا، ډېرى مېرمنې لا هم د کورنۍ له وېرې نه شي کولاى، چې د خپل حق غو ښتنه وکړي او له همدې امله له زياتو ناخوالو سره سره لا هم ګونګې پاتې دي.

د اروزګان د ښځو چارو رييسه وايي، چې د همدغو ستونزو او تاوتريخوالي له امله يو زيات شمېر مېرمنو نشه يي توکو ته مخه کړې او روږدې شوي دي.

نوموړې وويل، چې سږ کال له دوى سره له ٢٠ زياتې داسې مېرمنې راجستر شوې، چې عمرونه يې د ٢٠ او ٢٨ کلونو تر منځ دي او په نشه يي توکو روږدې شوې دي.

د هغه په وينا، د دوى رياست په خپلو امکاناتو يو شمېر دغه مېرمنې کابل ته ځکه د درملنې په موخه لېږلې؛ چې په دغه ولايت کې يې د درملنې لپاره ځانګړى کلينک نشته.

مېرمن رڼا سميع دغه راز وايي، چې يو شمېر پېغلې نجونې له دې امله ځان وژنه کوي، چې له خوښې پرته يې په زوره ودوي.

هغې د دې ډول کومې ځانګړې پېښې يادونه ونه کړه او نه يې د شمېرې په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز هغه وايي، چې په ولسواليو کې د روغتيايي اسانتياوو او قابله ګانو د نشتوالي له امله ګڼ شمېر مېرمنې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ښځو چارو رييسې کورني تاوتريخوالي، روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسي، د ولادت پر مهال مړينه، له ښوونې او روزنې څخه بې برخې کېدل، په بدوکو کې د ښځو ورکړه او نورې ستونزې ننګونې وبللې.

د ببو په نوم د ترينکوټ ښار يوه اوسېدونکې وايي، چې د ښځو پر وړاندې ننګونې ډېرې دي، خو عمده ستونزه يې په بدو کې د ښځو ورکول او له خوښې پرته په زوره د نجونو ودول دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې د همدغو ستونزو له امله ډېرې ښځې او نجونې ځان وژنه کوي او يا هم په نشه يي توکو روږدې کېږي.

د اروزګان والي انجنير محمدعمر شېرزاد هم په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې تاييدوي او د دې لوى لامل د خلکو د پوهې د کچې ټيټوالى بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ولايت کې يې د دغو ستونزو د مخنيوي په موخه هڅې پيل شوې، خو دا ډېر وخت او کار ته اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((موږ غواړو چې په دغه ولايت کې د قانون په چوکاټ کې د ناوړه دودونو د ورکېدو لپاره کار وکړو.))

بلخوا په دغه ولايت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مسوول عبدالغفار ستانکزى هم په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاتريخوالي پېښې مني او اندېښنه پرې څرګندوي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې په بدو کې د ښځو ورکول، په کم عمر ودول، د کورنيو له خوا وهل ډبول او د سړو له خوا درې څلور ودونه کول، هغه ستونزې دي، چې د ښځو حقوق يې تر پښو لاندې کړي دي.

ستانکزى هم مني، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال په اروزګان ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې او د دوى په دفتر کې ٥٤ پېښې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وينا، په دغو پېښو کې يې ٣٩ قضيې د کورني تاوتريخوالي او ١٥ يې په بدو کې ورکول او په کم عمر ودول شامل دي.

هغه زياتوي، چې په اروزګان کې يې د عامه پوهاوي يو لړ پروګرامونه پيل کړي، تر څو د ديني علماوو له لوري د دغو کړنو په اړه خلکو ته د اسلام له نظره معلومات ورګړي.

د اروزګان يو ديني عالم مولوي عبدالرحمن هم وايي، چې په بدو کې د ښځو ورکول شرعاً ناروا عمل دى.

هغه زياتوي، چې د علم زده کړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده، خو د دغه ولايت خلک خپلو نجونو ته د زده کړې لپاره اجازه نه ورکوي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي، وروستۍ پېښه په بغلان ولايت کې د سورګل په نوم د يوې ښځې قضيه ده، چې د خسرګنۍ له خوا بندي ساتل شوې وه.

ولسمشر حامد کرزي او د علماوو شورا دوه ورځې مخکې په ارګ کې د ښځو له استازو سره د ليدنې پر مهال پر دغو ستونزو ژوره خواشيني څرګنده کړې وه.

ولسمشر ويلي و، څوک چې پر ښځو ظلم کوي، هغوى په اصل کې د اسلام او بشريت دښمنان دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې او د ښځو د حقونو فعالې مېرمن شينکۍ کړوخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

نوموړې په فراه کې د يوې ۱۵ کلنې نجلې د غاړې پرې کول، د پلار له خوا پر لور جنسي تېرى او د بغلان د سورګلې ستونزه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د تر ټولو ناوړه پېښو په توګه يادې کړې او زياته يې کړه، چې په بدو کې د نجونو ورکول او په زوره د ډېرو عمر لرونکو ته د نجونو ورکولو پېښې زياتې شوې دي.

د نوموړې په وينا، چې په دولتي کچه تل ښځو ته د حقونو د ورکولو او د ستونزو د هوارولو ژمنې شوې دي، خو عملي شوې نه دي.

شينکۍ وايي، چې که په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه زياته وي، نو دوی کولای شي د خپلو حقونو او شته ستونزو د هوارولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version