قلعۀ نو ( پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠ ) : د هسپانيې دفاع وزير په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغى او په بادغيس ولايت کې يې له خپلو سرتېرو څخه ليدنه وکړه.
د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هسپانيې دفاع وزير پيډرو مورينيس Pedro Morenés نن له غرمې مخکې قلعه نو ته را رسېدلى دى .
هغه زياته کړه چې نوموړي له والي دلبر ارمان او نورو ځايي چارواکيو سره تر ليدنې وروسته په دې ولايت کې له خپلو سرتېرو سره هم وليدل.
د نوموړي په وينا، د هسپانيې دفاع وزير له ځايي چارواکيو ددې ولايت د امنيت، بيارغونې او د نا امنو ولسواليو دلويو لارو په پرانېستلو خبرې وکړې.
امنيه قوماندان دغه راز وويل چې ځايي چارواکيو له هغه وغوښتل چې ددوى د ځواکونو په مرسته نا امنو او لرې پرتو ولسواليو ته اکمالات وکړي.
هسپانيا په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې ١٥٠٠ سرتېري لري، چې په هرات او بادغيس ولايتونوکې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٤ سرتېري وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن