کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): د پاکستان د ماليې وزير وويل چې په دې هېواد کې د افغان سوداګرو په خوراکي توکو بار درول شويو کانټينرونو ته به په راتلونکو لسو ورځو کې د تګ اجازه ورکړل شي.
د پاکستان حکومت ٧٠٠ هغه يخچال لرونکي موټر، چې د افغان سوداګرو خوراکي توکي په کې بار دي، له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي دي.
د پاکستان پوځي چارواکي وايي، دغه موټر يې ځکه درولي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي؛ خو افغان چارواکي او سوداګر دغه ادعا بې ځايه بولي.
د پاکستان حکومت شاوخوا پنځه اونۍ مخکې، وروسته له هغه د دې هېواد له لارې د ناټو پر اکمالاتو بنديز لګولى، چې د ناټو ځواکونو په مهمند ايجنسۍ کې په يوه بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري ووژل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٨مه، پژواک ته په په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د ماليې وزير عبدالحافظ شيخ د افغانستان- پاکستان د اقتصادي همکاريو د ګډ کمېسيون اتمه غونډه کې وويل، چې تر راتلونکو لسو ورځو به په دې هېواد کې د افغان سوداګرو پر خوراکي توکو بار درول شويو کانټينرونو ته د حل لار ومومي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه غونډه تېره ورځ د افغانستان او پاکستان د ماليې وزيرانو په ګډه مشرۍ د دوو ورځو له پاره په اسلام اباد کې جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې کمېټې د افغانستان- پاکستان د سوداګريز ترانزيتي تړون (APTTA) د مادو د نه پلي کېدو په اړه شکايت وکړ.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان پلاوي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د هغو ۷۰۰ کانټينرونو موضوع معلومه کړي، چې په خوراکي توکو بار او د پاکستان په بندرونو کې ولاړ دي.
سرچينه زياتوي، چې د دوه اړخيزه سوداګرۍ په اړه پرېکړه وشوه، چې د سوداګرۍ د ودې د معلومولو له پاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه تړون لاسليک شي.
په افغانستان کې د بيارغونې تخنيکي کمېټې، په افغانستان کې د پاکستان له خوا د ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پلي کېدونکو پروژو په اړه خبرې وکړې او دواړو خواوو د بشپړو شويو او روانو پروژو د کارونو د څارنې او ارزونې په موخه د يوه ګډ کمېسېون د جوړولو هوکړه وکړه.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان د يوه کال په موده کې د تورخم- جلال اباد سړک د جوړولو کار د پای ته رسولو او افغانستان ته تر ۲۰۱۴ زېږديز کال پورې د ۲۰۰۰ تحصيلي بورسونو د ورکړې ژمنه وکړه.
د سرچينې په حواله، د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په کمېټه کې پاکستان ژمنه وکړه، چې د پوستي خدماتو او د رسنيو په برخو کې به ښوونيزې روزنې ترسره کوي او دغه راز له مرکزي اسيا څخه سوېل اسيا ته د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا او د ګاز نل ليکې د پروژو په اړه پر همکارۍ باندې خبرې وشوې، ترڅو په برياليتوب سره پلې کړل شي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال له خولې راغلي: ((دغه ناسته د پاکستان له خوا د ترانزيټ تجارت په برخه کې د ځينې ستونزو په له منځه وړلو کې ډېره ګټوره وه. زه باورلرم چې زموږ د تزانزيټ ستونزې به د پاکستان د مشرانو له خوا تر غور لاندې ونيول شي.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن