ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

21 Jan 2012 - 17:22
21 Jan 2012 - 17:22

پلخمري (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د بغلان ولايت د پلخمري – دوشي د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان دي.

 د بغلان ولايت د ترافيکو مديريت د پېښو امر څارمن سيد عالم نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده شوې پېښه پرون ماښام د دوشي ولسوالۍ په پابلين سيمه کې رامنځ ته شوه.

 د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو سراچه ډوله موټر چې د کيله ګي پر لور روان و، د پابلين په سيمه کې د تېلو له يوه ټانکر سره وجنګېد، چې په پايله کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

 عالم د دې پېښې لامل د ټانکر چلوونکي بې احتياطي وګڼله او ويې ويل، چې ياد شوى کس له پېښې وروسته له سيمې څخه تښتېدلى دى.

 د پلخمري د ولايتي روغتون مشر ډاکټر ګل محمد، له پژواک سره په مرکه کې په ډاګه کړه، چې درې مړي او پنځه ټپيان دې روغتون ته راوړل شوي دي.

 د هغه په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او ټول وژل شوي او ټپيان نارينه دي.

 د دې پېښې يوه ټپي نجيب الله، چې په سر او پښو ټپي شوى و، پژواک ته وويل: ((زموږ موټر ډېر سوکه د کيله ګى په لور روان و، چې يو ځل ټانکر موټر راغى او زموږ موټر يې لاندې کړ.))

 هغه وويل، چې اوس يې حالت ښه دى او له نورو دوستانو خبر نه دى.

 دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې د شمالي سالنګ په دره کې د تونس ډوله موټر د چپه کېدو له امله، درې تنه ووژل شول او اووه نور ټپيان شول.

 

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version