ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست کرکټ لوبغالي جوړولو ته ځانګړې شوې پيسې بسنه نه کوي

21 Jan 2012 - 00:00
21 Jan 2012 - 00:00

خوست ښار (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د خوست د اولمپيک چارواکي او د مدني ټولنې يو شمېر غړي وايي، چې په خوست کې دکرکټ لوبغالي لپاره ځانګړې شوې پيسې بسنه نه کوي.

د خوست د اولمپيک امر عزيز ملنګ نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) په يوه غونډه کې وويل، چې تېر کال د افغانستان کرکټ بورډ ورسره ژمنه کړې وه، چې د ١٢سوه زره ډالرو په لګښت به ورته د کرکټ لوبغالى جوړوي.

د هغه په وينا، اوس يې ورته يواځې ٣ سوه زره ډالر ځانګړي کړي، چې ورته بسنه نه کوي.

نوموړي وويل، چې که غوښتنه يې ونه منل شي او ژمنه شوې مرسته ورسره ونه کړي، په پراخو سوله ييزو لاريونونو به لاس پورې کړي.

د اولمپيک امر زياته کړه، چې د کرکټ د لوبغالي لپاره ورته ولايتي ادارې د خوست مرکز اړوند د بادام باغ په سيمه کې ٢٥ جريبه ځمکه په نښه کړې ده.

ده زياته کړه: ((که په خوست کې دکرکټ هېڅ ميدان هم جوړ نه شي، نو دا لږې پيسې به قبولې نه کړو.))

د عزيز ملنګ په خبره، چې په خوست کې د کرکټ د ميدان د جوړولو په موخه د لېږو پيسو د منظورېدو کار په خپله دکرکټ بورډ عمومي مشر او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال کړی دى.

د خوست د ځوانانو د کمېسيون غړي نصيراحمد روښان په غونډه کې وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې يې هيله وه، چې په خوست کې به پر نړيوالو معيارونو برابر لوبغالى جوړ شي.

د ده په وينا، اوس چې د کرکټ بورډ لخوا ياد لوبغالي ته دومره لږه بوديجه منظوره شوې، د خوست ټول ځوانان پر دغه کار خواشيني دي.

نوموړي هم وويل، چې که د کرکټ بورډ چارواکي پر خپلې پرېکړې له سره غور ونه کړي، دوى به يې پر ضد لاريونونه ترسره کړي.

په خوست کې د کرکټ د اکاډمۍ مشر مجاهد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې خوست د کرکټ په برخه کې زيات شمېر لوبغاړي او د لوبو لپاره مناسبه هوا لري.

نوموړي زياته کړه: ((کرکټ بورډ ته په کار ده، چې په خوست کې په ټولو معيارونو برابر لوبغالی جوړ کړي او دې ته زمينه برابره کړي، چې په دغه ولايت کې د هېواد په کچه سيالۍ په هر موسم کې ترسره شي.))

ده وويل، دا به د خوست له لوبغاړو سره جفا وي، چې کرکټ بورډ ورته له ژمنې سره سمې پيسې ور نه کړي.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ سلاکار انورشاه قريشي پژواک اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ مشر ډاکتر عمر زاخېلوال لخوا په خوست کې د لوبغالي لپاره د ١٢سوه زره ډالرو مرستې ژمنه شوې وه، خو اوس دوى د بوديجې له کمښت سره مخ شوي دي.

د ده په وينا، د لوبغالي د جوړولو لپاره يې اوس ٣سوه زره ډالر منظور کړي، څو په دې د لوبغالي د لومړي پړاو کارونه ترسره شي او وروسته به بيا ورته پيسې بيلې کړي.

نوموړي د خوست د اولمپيک له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان د کرکټ بورډ په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او دا يې يو خپلواک ارګان وباله.

د خوست د اولمپيک چارواکو په وينا، په خوست کې دغه مهال د کرکټ لوبې شاوخوا شپږ زره لوبغاړي شته، چې يو شمېر يې د کرکټ په ملي لوبډله کې هم لوبېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version