ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له درېيو اروپايي هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاريو تړونونه لاسليکېږي

22 Jan 2012 - 16:11
22 Jan 2012 - 16:11

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ولسمشر حامد کرزى راتلونکې اونې اروپا ته په خپل سفر کې له درېيو هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاريو تړونونه لاسليکوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ولسمشر کرزى راتلونکې اونۍ انګلستان، فرانسې او ايټاليا ته سفر کوي او د دغو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې تر څنګ به د اوږدمهاله همکاريو تړونونه هم لاسليک کړي.

د موسى زي په وينا، د دغه سفر په ترڅ کې به له فرانسې سره د ((دوستۍ او همکارۍ معاهده)) او له ايټاليا سره د ((د همکاريو او دوه اړخېز مشارکت موافقتنامه)) د لسو، لسو کلونو او له انګلستان سره د شلو کلونو لپاره د ((دوامداره ستراتيژيکو اړيکو سند)) لاسليک شي.

د موسى زي په وينا، له يادو درېيو هېوادونو سره د تړونونو موخه په اقتصادي، سياسي، فرهنګي او نورو برخو کې د شته همکاريو پراختيا ده.

انګلستان، فرانسه او ايټاليا له افغانستان سره د لويو مرسته کوونکو هېوادونو له ډلې دي، چې په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې په ترتيب سره ٩٥٠٠، ٣٩٧٩ او ٣٨١٥ سرتېري لري.

 دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له هند سره هم څه موده مخکې د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ او په پام کې وه، چې د افغان او امريکايي چارواکو تر منځ د ستراتيژيک تړون پر سر خبرې په روانه ميلادي مياشت کې پيل شي، خو تر اوسه نه دې پيل شوې او چارواکو د دغو خبرو د ځنډ په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 د روان کال د ليندۍ په مياشت کې د امريکا له متحدو ايالتونو سره د افغانستان ستراتيژيکې همکارۍ، په کابل کې دوديزې لويې جرګې په مشروط ډول تاييد کړې، چې مهم يې د افغانستان ملي حاکميت او نافذه قوانينو ته درناوی وو.

 په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې هم، له افغانستان سره په ستراتيژيکو اړيکو کې شاملې دي.

 د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان له ناټو سازمان، اروپايي ټولنې او اسټراليايي چارواکو سره هم په سياسي، امنيتي، اقتصادي، کلتوري او نورو برخو کې د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبرې پيل کړې دي.

 د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز کابل ته د امريکا د ځانګړي استازي مارک ګروسمن د سفر په اړه وويل، چې تېره ورځ يې له ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو لوړ پوړو افغان دولتي چارواکو سره کتلي او لا هم د دواړو لورو تر منځ خبرې روانې دي.

 د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن تېره ورځ کابل ته له را رسېدو سره سم په يوه مطبوعاتي بيان کې ويلي و، چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو له بهير څخه ملاتړ کوي.

 ګروسمن تېره ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د روانو هڅو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

 ګروسمن داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې په قطر کې له طالبانو سره د امريکايي چارواکو په خبرو کې د افغان حکومت د ګوښه ساتل کېدو ځينې اندېښنې راټوکولې دي.

 ګروسمن د دې لپاره کابل ته سفر کړى، تر څو افغان حکومت ته ډاډ ورکړي، چې لا هم امريکا د افغان حکومت پر مشرۍ د سولې خبرو ته ژمن دى.

 مارک ګروسمن د روانې اونۍ په لړ کې د ترکيې، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو له چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.

 په پام کې وه، چې ماک ګروسمن د تېرې اونۍ په پای کې اسلام اباد ته ولاړ شي، خو پاکستان وويل، چې په دې حساسو ورځو کې اسلام اباد ته د مارک ګروسمن سفر ګټور نه پرېوځي.

 پاکستان په تېر ډسيمبر کې وويل، چې د امريکا له متحدو ايالتونو او ناټو سره د اړيکو پر بياکتنې غور کوي.

 د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړيکې د تېر کال په وروستۍ مياشت کې هغه مهال ترينګلې شوې، چې د قبايلي سيمې په مومندو ايجنسۍ کې د ناټو د بمبارۍ له امله ۲۴ پاکستاني سرتېري و وژل شول.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version