ميدان ښار، غزني ښار ( پژواک ٣ سلواغه ٩٠ ): له پرون راهيسې د واور د اورېدو له امله د غزني او ميدان وردګو يو شمېر لارې بندې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د غزني ولايت د ترافيکو مدير سرڅارمن محمدالله احمدي نن (د سلواغې ٣ مه) پژواک اژانس ته وويل، چې لويې لارې تر يوې کچې پرانېستې دي، خو د موټرو تګ راتګ کم شوى او عامه ترانسپورټ له ستونزو سره مخ دى.
د هغه په وينا، ټولو موټر چلوونکو ته يې د زنځيرونو د تړلو ويلي دي.
د کابل – کندهار لويې لارې د ٣٠٣ موټر چلوونکى نظام الدين وايي، چې له زابل څخه تر کابل پورې يې د زياتې واورې او د لارې د بندېدو له امله يې ١٣ ساعته مزل کړى دى.
دى وايي چې د کابل – کندهار د لويې لارې د پاکولو کار نه دى پيل شوى او دغه لاره د موټرو تګ راتګ پرانيستله .
د ده په وينا، په ځينو سيمو کې تر څلوېښت سانتي متره زياته واوره پرته ده، چې د بار وړونکو موټرو تګ يې سخت کړى دى.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني هم وايي، چې په ځينو ولسواليو کې لارې تړل شوي او د کليو او ولسواليو تر منځ د خلکو تګ راتګ بند دى.
د ده په خبره، په تېرو څو کلونو کې د لارو پاکولو لپاره ځانګړې شوې پيسې د يو شمېر کسانو جيبونو ته تللي او هېڅ لارې نه دي پاکې شوي.
نوموړى وايي: ((له تېرې ورځې راهيسې د غزني ښار سړکونه او واټونه له واورو څخه نه دي پاک شوي، نو د لرې پرتو سيمو او لويو لارو پاکول خو بيخې لرې خبره ده.))
په غزني کې د شنبې ورځې په ماښام د واروې اورښت پيل شو او د يکشنبې تر ماښامه يې داوم درلود، چې له امله يې د ځينو ولسواليو لارې هم وتړل شوې.
د غزني د والي وياند مدثر افغان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ناور، جاغوري، مالستان، اندړو، ګيرو او د زنخان ولسواليو لارې د واورې له امله تړل شوې وې، خو نن يې د پرانېستلو کار پيل شوى دى.
د يادونې ده، چې تېر کال د واورې د اورېدو له امله د ناور، مالستان ، اجرستان، زنخان او ناوې ولسواليو لارې شاوخوا يوه مياشت بندې وې.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو د جلرېز او بهسودو ولسواليو لاره هم چې د ډېرې واورې د اورېدو له امله له پرون راهيسې تړل شوې وه، نن بېرته پرانېستل شوه.
د ميدان وردګو د جلرېز ولسوال سيدجواد هنر پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د جلرېز او بهسودو ولسوالۍ ترمنځ د اوني کوتل لاره د واورو له امله تړل شوې وه.
د هغه په وينا، د ميدان وردګو د فوايدعامې رياست له چارواکو سره يې اړيکه ونيوله، چې نن يې پرسونل ورته راولېږه او لاره يې پرانېستله.
د جلرېز د سياه خاک کلي اوسيدونکي رمضان پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې خلکو په دې لاره تګ او راتګ نه شواى کولى.
د ده په وينا، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو او نه يې شول کولى چې خپل ناروغان او اړين توکي پر وخت ترلاسه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن